د فرانسې سفیر: له طالبانو وروسته افغانستان لپاره باید چمتووالی ونیول شي

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر وایی، طالبان به د څه مودې لپاره په افغانستان کې وی او د دغه هېواد خلک باید له طالبانو وروسته افغانستان ته چمتو شی.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډیویډ مارتین د شنبې په ورځ (وري۱۲) د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د «افغانستان د ښځو او توکمیزو اقلیتونو» غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، او له بلې خوا، د داعش د خراسان څانګې عملیات، چې زیاتره یې هزارګان په نښه کوي، په دوامداره توګه جریان لري.

هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه به د تېر په څېر د شته ننګونو له امله افغانستان ته ور ونه ګرځي، بلکې په دغه هېواد کې به د ښو پروګرامونو ملاتړ وکړي.

مارتینن ویلي دي چې طالبان یوه توکمیزه اسلامپاله ډله ده چې د قدرت د کارولو له لارې یې افغانستان د پخوانیو توکمیزو جګړو پر لور بیایې.

د هغه په وينا، دا مساله د افغانستان لپاره ډېره ويجاړونکې او وېروونکې ده.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې وحشت، وژنې او له بشري حقونو څخه سرغړونې د تاریخ پوهانو په وینا د «منځنیو پیړیو» له شرایطو څخه بدتر دی.

له بلې خوا «د پاریس د کلبه دوست ټولنې» مشرې او د دغې غونډې يوه تنظيموونکې صابرې سخي وويل، چې افغانستان د توکميزو لږکيو ټاټوبی دی.

هغې ټینګار وکړ، چې ښځې او توکمیز اقلیتونه د افغانستان تر ټولو مهم ټولنیز او سیاسي مسایل دي، چې باید په کورنیو سیاسي جریانونو او د نړیوالې ټولنې له خوا په راتلونکو جریانونو کې په پام کې ونیول شي.

د يادونې وړ ده، چې د دې غونډې په څنډه کې، د باميانو د بودا انځور د پاریس ښار په یوه څنډه کې، د افغانستان د کلتوري سمبول او د خلکو د ملاتړ په توګه، پرانستل شو.

Back to top button