ډېر لږ به د داسې نجلۍ څرک ولرئ چې د اسیا په یوې جګړه ځپلې خاوره کې د سیاسي بدلونونو د روان توپان په لړ کې د بې وسۍ د اوښکو د تویولو پرځای په خپل ټول ځواک سره خپلو موخو ته د رسېدو پر لور ګام واخلي او د بریالیتوب لارې ولټوي. نازدانه هغه محصله ده، چې د خپل ژوند د درېیمې لسیزې په پیل کې یې په هممهالي توګه د نړۍ له څلورو معتبرو پوهنتونونو نه تحصیلي بورسونه ترلاسه کړل.هغه یوه له هغو څو نجونو ده، چې دا ډول بریالیتوب یې خپل کړی دی. هغه څه چې دا ځوانه نجلۍ هڅولې ده، خپلو هڅو ته دوام ورکړي د «یا تحصل یا مرګ» باور دی چې په خپل ذهن یې کې حک کړی و.
نازدانه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د خپلو ځینو هلو ځلو په تړاو معلومات ورکوي، چې ولې د زمانې ناخوالو ته تسلیم نشوه او له ښوونځي او پوهنتونه د محرومیت ورځې یې پر مطالعې تېرې کړې. د هغې په وينا، د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته ورځې رارسېدلې وې او د خپلې کوټې په کونج کې د زده کړو او کار له حقه د یوې بې برخې نجلۍ په توګه زنداني وه. نازدانې له دې فرصته ګټه پورته کړه او د نړۍ د مشهورو سیاستوالو د کتابونو پر لوستلو یې ځان بوخت کړ. هغې د هر کتاب د لوستلو په لړ کې ځان د هغو په پاڼو کې د یوې داسې زړورې نجلۍ په توګه موندلی چې باید خپل خپلې هېلې له سره ورغوي.
هغې د سیاست د هر کتاب له لوستلو وروسته، د خپل ځان او د خپل جګړه ځپلي هېواد د نورو نجونو پر حال افسوس کاوه او کلک هوډ یې وکړ څو له هغې تنګې او تیارې کوټې را ووځي، چې واکمنانو ورته ټاکلې وه. نازدانه وایي وايي: «تل مې یوه هیله لرله، هغه دا چې هر چېرته چې واوسم او هره اداره کې چې کار وکړم، باید مخکښه واوسم. زه باید بېل کار وکړم او بېل عمل وکړم.» دا هغه مقوله ده، چې هغه له محرومیته د سرلوړۍ لور ته بیايي او د هیلو جونګړۍ یې ورته له سره جوړوي.
نازدانه یوازې ۲۱ کلنه ده. د ماشومتوب او ځوانۍ په زړه پورې شېبې یې له خورا ډیرو هیلو سره د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې تېرې کړې دي. دغه ځوانه نجلۍ په ۲۰۱۷ کال کې د غزني ولایت د «ولی عصر رباط» له لېسې نه چې د ښوونکو او درسي توکو له سخت کمښت سره مخ وه، فارغه شوه. هغه وتوانېده چې د کانکور ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته لاره پیدا کړي. نازدانې د خپلې تحصیلي دورې درې کاله په پرلپسې بریالیتوب سره تېر کړي وو، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او هغه یې د دې خاورې د نورو نجونو په څېر له تحصیله راوګرځوله.
پر هیواد د طالبانو په واکمنېدو سره د هغې د هیلو چت راپرېوت او پالونکې هیلې یې مړاوې شوې. هغه د زده کړې له حقه د بې برخې شوې نجلۍ په توګه د خپلې کوټې په کونج کې د نړۍ د مشهورو سیاستوالو له کتابونو سره شپې ورځې تېروي او په دغو کتابونو کې له شخصیتونو نه په الګو اخیستنې سره ځان تر بل هر وخت زړور ګڼي. د هر دغه کتاب تر لوستو وروسته، د خپل ځان او په خپل هیواد کې د نورو نجونو پر حال افسوس کوي او کلک هوډ کوي چې د خپلو هيلو پر لور په زړورتیا سره ګامونه واخلي.
نازدانه د طالبانو تر بېرغ لاندې له یو کال ژوند کولو وروسته محرومیت ته نه تسلیمېږي او پرېکړه کوي چې د خپل تحصیل د دوام لاره پیدا کړي او له دغه کړاوه ځان وژغوري. هغه زیاتوي«هره ورځ پر ښځو سخت بندیزونه لګېدل او خپل بنسټیز بشري حقونه مو له لاسه ورکول له ټولنې منزوي شوي وو. نورمې ټولنیز فعالیتونه هم نه شوی کولی، همدا سخت بندیزونه د دې لامل شول چې دې پایلې ته ورسېږم چې افغانستان زما ځای نه دی او اوس چې زما د استعدادونو د ودې وخت دی، ازادي یې رانه اخیستل شوې ده» دا ستونزې هغه دې ته اړه کوي، چې په هممهالي توګه د څو هېوادونو تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي.
هغه په دې لاره کې د بریالیتوب لپاره په پرلپسې توګه هڅې کوي. هغه خپلې ورځې د تحصیلي بورس لپاره د اړینو اسنادو په راټولولو تیروي او خپلې شپې هغې ازموینې ته د چمتووالي د نیولو لپاره ځانګړې کوي، چې په مخ کې یې لري. نازدانه زیاتوي: «داسې شپې وې چې خوب مې نه کاوه او تل به مې پر دې فکر کاوه چې هغوی به له ما نه په مرکه کې څه پوښتي. د هغوی د پوښتنو او د خپلو ځوابونو په بڼه مې لسګونه سپېنې پاڼې ډکې کړي.»
هغه په پرلپسې هڅو سره په یوازې سر پر پوهې د طالبانو له لوري د لګول شویو محدودیتونو د ماتولو هڅې کوي، د دغه ښار واکمنان تل په دې موده کې د هغې پر لاره لکه اغېزي راشنه کېږي. نازدانې ته په دغو تحصیلي بورسونوکې د بریا چانس د پاسپورت درلودل دي او د ترلاسه کولو لپاره یې له هرې ممکنې لارې هڅه کوي، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ ترلاسه کول، خورا ګران کار دی. له څو ورځو انتظار او څو ځله نهیلۍ وروسته، بالاخره د پاسپورټ او نورو اړینو اسنادو په ترلاسه کولو بریالۍ کېږي.
نازدانې ډېرې هڅې کړې، څو وکړای شي لږترلږه خپل د خوښې وړ یوه تحصلي بورس ته بریالۍ شي، هغه په هممهالي توګه په ختیځو او لوېدېځو هېوادونو کې د دریو بورسونو او په یوه امریکايي پوهنتون کې د یوه بل بورس لپاره نوملیکنه کوي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغو پوهنتونونو له تحصیله محرومو افغان نجونو ته پر کرښه (انلاین) بڼه دغه بورسونه په پام کې نیولې دي.
له دې حالته څو میاشتې تېرېږي، هغه لا هم له دغو تحصیلي بنسټونو د تاییدۍ د بریښنالیک ترلاسه کولو ته سترګې پر لاره ده او په دې موده کې هر ډول لیکلې او شفاهي ازموینې ته چمتووالی نیسي. بالاخره، د هر هغه بورس نیټه رارسېږي چې هغې ورته نوملیکنه کړې ده او یو په بل پسې له ټولو پوهنتونونه په ازموینه کې د ګډون لپاره د تاییدۍ بریښنالیک ترلاسه کوي. هغه د دغو پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې ګډون کوي او د دغو بورسونو لومړی او دویم پړاو په بریالیتوب سره ترسره کوي. له هغې وروسته، نازدانه دغو پوهنتونونو ته د لار موندنې د وروستۍ پایلې د اعلانولو نیټې ته په تمه پاتې کېږي، د انتظار او زیري ورځو ته.
له یو کال هلو ځلو وروسته، د هغې کېنول شوی نیالګۍ د ناخوالو په منځ کې حاصل ته رسېږي او له هغو اغزیو تېرېږي چې د تحصیل د دوام په لاره کې یې کرل شوي دي. هغه د نړۍ له څلورو معتبرو پوهنتونونو هر یوه: په جرمني کې له Bremen University ، په پاکستان کې له LUMS، د منځنۍ اسیا له پوهنتون AUW او له University of People (په امریکا کې انلاین پوهنتونه) د لیسانس په کچه د تحصیل د دوام لپاره بورسونه ترلاسه کوي.
د دې شېبې تصور ورته د خیال په څېر دی، او وېره یې دا ده چې که خپلې سترګې پرانېزي، هسې نه چې داسې نه وي او په خوب کې وي.خو دا واقعیت او په دې موده کې د هغې د سخت کار پایله ده. نازدانه زیاتوي: «که څه هم سخت زیار مې وایست او د بریا لپاره مې شپه او ورځ یوه کړې وه، اوس زه ډیره خوښه یم چې زما زیار ګاللو پایله ورکړه». هغې د دغو هیوادونو له منځه په جرمني کې د «بریمن» پوهنتون غوره کړی دی او اوس په جرمني کې د حقوقو په برخه کې د هیلو له یوې نړۍ سره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
د نازدانې د سخت تحصیلي سفر کیسه هغه وخت پېلیږي چې هغې پریکړه وکړه، هغه ځای پریږدي چې د خپلې تنکۍ ځوانۍ کلونه یې د بېد او صنوبر د دنګو ونو تر څنګ ورته په ښکلو خاطرو بدل کړي وو او د سفر لاره خپله کړي او د خپلوهیلو د ترلاسه کولو لپاره کابل ته روانه شي. د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته، هغه د کانکور ازموینې د چمتووالي ستونزمن او په عین حال کې په زړه پورې پړاو ته مخه کوي او د دې دورې په کورسونو کې نوم لیکنه کوي؛ هلته چې هغه او ملګرې یې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.
نازدانه خپلې دې هیلې ته د رسېدو په برخه کې چې سیاستواله شي، د داسې ټولنې له څپڅپانده سیاسي وضعیت سره مخ کیږي، چې څپې یې هر وخت دا تر ستونې تېرولای شي. هغه له ډیرو ننګونو او لوړو امنیتي ګواښونو سره چې د هرې شېبې په تېرېدو سره د دې امکان و، چې د کورس څوکۍ او ټولګی یې د نازدانې او د هغې د ملګرو په وینو رنګ کړي، خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅو ته د وام ورکوي. نازدانه وايي: «په هغه کورس کې چې موږ زده کړې کولې، هره شېبه د دې امکان و، چې چاودنه وشي او خپل ژوند له لاسه ورکړو. خو هېڅکله تسلیم نه شوم او تل مې له ځان سره ویل: یا درس یا مرګ.»
د علم د ترلاسه کولو په لاره کې د کابل مشهورو کورسونو هغه کسان له لاسه ورکړي دي چې له تر هغې مخکې یې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره اوږ په اوږه هڅې کولې. نازدانه یوه له هغو کسانو ده، چې بخت ورسره ملتیا کړې ده او د هغو لوګیو او باروتو له منځه چې ملګرې یې ورته تر خاورو لاندې کړې دي، روغه راوځي. هغه له وېرې ډکې دغې فضا نه خلاصون مومي. د کانکور له ازموينې وروسته، د هغې د ګاللي زیار د پايلو ورځ راځي او دغه ځوانه نجلۍ د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالۍ کیږي.
له هغې وروسته، نازدانه د وخت له ناخوالو سره په مبارزه کې د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ په لومړۍ کرښه کې ده او موخه یې دا ده چې په دې سیالۍ کې مخکښه شي. هغه د خپل تحصیل درې کاله هم په پرلپسې بریاوو سره تېروي او په خورا ډېرې لېوالتیا سره چې له دې څانګې سره یې لري، خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. د پوهنتون د دورې پای ته رسېدو ته یې څه پاتې نه دي، خو داسې لکه دا ځل چې یې بخت ملتیا نه کوي، ناڅاپه د افغانستان سیاسي وضعیت بدلیږي.
سياستوال د هغې او د زرګونو نورو ځوانانو له برخليک سره لوبې کوي او د هغو کسانو راتګ ته لاره هواروي چې د افغان نجونو د ارمانونو د پوره کېدو مخه نيسي. نازدانه وايي: « په هغې ورځ چې طالبان راغلل، زه په پوهنتون کې وم او درس مې وایه. هېڅ باور مې نه کاوه، اصلاً مې په ذهن کې نه راګرځېدل چې طالبان دي زموږ په څو قدمۍ کې وي او په پام کې ده، چې راشي.» له دې ټولو ناخوالو سره سره، هغه وتوانېده چې خپلې لارې ته دوام ورکړي او د خپل وخت د ظالمانو زنځیرونه مات کړي.
نازدانه په افغانستان کې د زده کړې له حقه د یوې بې برخې نجلۍ په توګه، له ټولو کورنیو غواړي چې په اوسني وضعیت کې د خپلو لوڼو ملا وتړي، څو وکړای شي د هغې په څېر خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره بله لاره ومومي: «زه په افغانستان کې له ټولو کورنیو غواړم چې خپلې لوڼې وهڅوي او د هغوی ملاتړ وکړي. ما نن څلور بورسونه ترلاسه کړي دي، خو زه دا هرڅه د خپلې کورنۍ د ملاتړ له امله ګڼم. که هغوی له رواني او مالي پلوه زما ملاتړ نه وای کړی، زه به اوس دلته نه وم.»
نازدانه یوازینۍ ښځه نه ده چې په خپل هیواد کې یې له ناوړه وضعیت سره مبارزه کړې او د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو د څو بورسونو په ترلاسه کولو بریالۍ شوې. فاطمه رضايي او فریده رضايي له هغو افغان نجونو دي چې تر دې وړاندې یې د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو څو بورسونه ترلاسه کړي دي.
د راپوټونو له مخې، فاطمه رضايي د ماسټرۍ په کچه له بېلابېلو پوهنتونونو لکه امریکا، منځني ختیځ او منځنۍ اسیا د پنځو بورسونو په ترلاسه کولو بریالۍ شوې ده. دغه راز د افغانستان يوې بله محصله فريده رضايي پر دې وتوانېده، چې په هممهالي توګه له هارورډ، کولمبيا، د نيويارک له دولتي پوهنتون او کورنل پوهنتونه د ماسټرۍ په برخه کې څلور بورسونه ترلاسه کړي. دغو ټولو نجونو په خپلو خبرو کې څرګنده کړې ده، چې د ښځو ضد محدودیتونو هېڅکله د دوی د هڅو مخه نه ده نیولې او له فرصتونو یې ښه ګټه پورته کړې ده.