هغه بنسټپاله او محافظهکاره بهیرونه چې هر کال له فرهنګي او ټولنیز پرمختګ، ښاري او مدني ژوندانه سره په مخالفت کې جنګیدلي، له معنویت څخه د دفاع په نوم درېدلي او له ماده پالنې سره د مبارزې او له معنوي فساده د ټولنې د ژغورنې په پلمه یې، ښوونځی او سړک وران کړی، موسیقي او هنر یې تکفیر کړی او د ښوونکي او انجینر سر یې پرې کړی. هغوی د ټولنې د ودې په لار کې درېدلي او زموږ د ټولنې د مادي او معنوي ودې مخه یې ډب کړې ده.
د تېر یوه کال او څو میاشتو وضعیت د دا ډول ادعا کوونکو د واکمنۍ ترټولو تازه بېلګه ده. هغوی د وګړو د ازادۍ په محدودولو، د لوستو کسانو څنډې ته کولو، له زدهکړو د نجونو او له کاره د ښځو بېبرخې کولو، د قوانینو لغوه کولو او دودونو او ټولنیزو قراردادونو ته په نه پاملرنې، د کمزورو پر حقونه په تېري کولو او د خوښۍ او مراسمو او موسیقي په منع کولو سره د خلکو ژوند له لږ معنویته خالي کړی دی. افغانان په دې موده کې تر بل هر وخته زیات له مادي کړاوونو او ناخوالو سره لاس و ګرېوان شوي دي. د خلکو خصوصي حریم له منځه تللی، د بېوزلۍ له امله عاطفي اړیکې ان د خپلو اولادونو د پلورلو تربریده کمزورې شوې دي او د ټولنې په بېلابېلو پرګنو کې د خلکو ذهني بوختیا یوازې د خپل ځان خوندیتوب او له طالباني زندان څخه خلاصون ده. نن لږ شمېر افغانان روښانه راتلونکي ته فکر کوي او د خپلو کړاوونو د له منځه وړلو هڅه کوي.
له طالبانو مخکې د ټولنې ډېری وګړو هیله لرله او د هېواد میلیونونه ماشومان او تنکي ځوانان هر کال د خپل او د ټولنې راتلونکي جوړولو لپاره پر سیالۍ بوخت وو. ډېرې کورنۍ وې، چې پر دسترخوان یې د خپلو اولادونو د بریالیتوبونو خبرې کېدې. هغوی د روزنیزو، کلتوري، سیاسي او اقتصادي بېلګو په اړه کیسې کولې او لوڼو او زامنو یې د راتلونکي په اړه خبرې کولې. د هېواد په هره څنډه کې داسې ماشومان وو چې هر سهار له کوره راوتل ښوونځي او ښوونیزو مرکزونو ته تلل فکر یې کاوه، چې خپلو بریالیتوبونو ته نږدې کېږي. هر میاشت نوي کتابونه چاپېدل، نوې سندرې بازار ته راتلې، نوي شعرونه جوړېدل او نوي مډال راوړونکي شهرت ته رسېدل.
په دې یو کال او څو میاشتو کې د هېواد قلمونو ډېر کم کار کړی دی، استعدادونه په ټپه ودرېدل او دسترخوانونه تش شول. کله چې ټولنه له تحرک څخه پاتې شي معنویت پکې سقوط کوي. معنا په تشه کې وده نه شي کولای؛ بلکې د بلې هرې ښکارندې په توګه مناسب چاپېریال او ځمکې ته اړتیا لري. د ټولنې معنویت له ازادۍ او سوکالۍ سره مستقیمه اړیکه لري. له مادي سوکالۍ پرته استعدادونه پرمختګ نه کوي او د ځپلو او استبداد تر سیوري لاندې ان که لږ څه مادي سوکالي رامنځته هم شي خلک د بڼې پالنې، تظاهر، دوکې او ځانسانسور په لړ کې له معنوي بلوغ څخه بې برخې کېږي. د بنسټپالنې منګولو ته لوېدل یوازې اقتصادي او مادي محرومیت نه دی؛ بلکې د معنویت سقوط هم دی.