د طالبانو له لوري د ښځو ضد او د پوهې د له منځه وړلو د تګلارو په لړ کې داځل وار پوهنتونونو ته ورسېد چې په افغانستان کې یې د نجونو پر مخ دروازې وتړي. د ښځې پر وړاندې دا ښکاره تبعیض او له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو نه د هغې محرول چې د زده کړې، تحصیل او کار حق دی، د انسانانو پر وړاندې د طالبانو د نړۍ لید ښودنه کوي. په دې نړۍ لید کې انسانان له تبعیضه په ډک ډول پر څو نابرابرو محورونو ډلبندي کیږي. د دین پر محور پر مسلمان اوغیرمسلمان، د مذهب پر محور پر سني او شیعه او د جنسیت له مخې، پر نارینه او ښځينه او دغه راز د قومیت، سیمې او ژبې پر نابرابرو محورونو وېشل کیږي.
د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یوه ریښه د ښځو په تړاو د دې ډلې د جنسي لیدلوري له امله ده. کله چې جنسیت ته له پاملرنې پرته، انساني لید لوری پر یوه داسې تصور بدلیږي چې ښځه یوازې یوه جنسي شي ته راټېټوي او باور دا وي چې د مهر په بدل کې یې پېرلای او څښتن کېدلای شې، یقيناً چې خبره همدغه کار ته رسېږي چې طالبان یې کوي. د طالبانو په منځ کې دا تصور دومره پراخ دی چې ان مېندې او خوېندې یې هم ترې استتنا کېدای نه شي او دوی وېرېږي چې که پرهغوی د یوه نامحرم نظر پرېوځي، دا د سترګو له لارې پرهغوی تېري دی، لکه څرنګه چې یې قاضي القضات په خپل کتاب کې نامحرمې ښځې ته کتل له هغې سره زنا بللې ده. د طالبانو په ذهن او روان کې دغه جنسي تصور او د هغه له کړکۍ نړۍ ته کتل، په هغه کلتور کې جرړه لري، چې جنسي چاره یې له انساني ښکارندې نه پر یوه پلید او د شرم وړ کار بدله کړې او انساني چلند ورسره ردوي.
طالبان پوهېږي، چې که ښځه لوړې زده کړې ولري، نو د جنسي توکو کچې ته راټېټېدل نه مني، او اپوټه له خپل مساوي انساني مقامه د خپلو حقونو غوښتنې ته راپاڅېږي او د اقتصاد، سیاست او ټولنې په برخو کې په فعالیت سره د ژوندانه په ډګر کې پر جدي لوبغاړې بدلېږي چې په هېڅ وجه به د چا جنسي غلامه نه شي. طالبان چې د دوی په وینا افغانستان یې فتحه کړی دی اوس یې د هېواد د ښځو فتحه کولو ته ملا تړلې ده او ټول هېواد کې یې د معصومو نجونو پېرل کړي دي، که هغه د پيسو له لارې د ځينو کورنیو په تطمیع کولو سره وي او که د زور له لارې د ځينو په ګواښلو سره. د رسنیو ځپلو او له هغو کسانو سره تاوتریجن چلند چې د دې ښکارندې رپوټ ورکوي، په کور دننه او بهر د عامه افکارو د بې خبره ساتلو زمینه برابره کړې ده، څو د مذهب له لارې له ښځو نه د ناوړه ګټې اخیستنې دا څپه د هېچا له لوري د اعتراض له امکان پرته روانه وي. د افغانستان د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو تړل د نجونو د کمزوري کولو په برخه کې بل ګام دی څو د دې ډلې قوماناندانو ته د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې لاره خلاصه پاتې شي. د تاریخي تجربو له مخې، ظالمو او وینو تویونکو دستګاوو به د جنسي ګټې اخیستنې له امکانه د خپلو جنګیالو لپاره انګېزه جوړوله څو په ډېر شور او لېوالتیا سره وجنګیږي او طالبان دا سیاست په شعوري توګه مخته بیایي. نن ورځ د بې وزلۍ، تبعیض او محرومیت په منګولو کې د ټولنې د میلیونونه انسانانو کېوتو د طالبانو د جنسي لېوالتیا په ډاګه کېدو ته لاره اواره کړې ده.
په دې لړ کې دا د افغانانو لپاره د پوښتنې وړ ده، چې ولې امریکا، ملګري ملتونه او نور ښکېل قدرتونه هره ورځ د طالبانو له لوري د ښځو ضد کړنو شاهدان دي او له وچ او تش غندلو پرته هېڅ اقدام نه کوي؟ هغوی له دغو بې پایلې غندلو غواړي څه ترلاسه کړي؟