۸صبح، غور: غور ولایت کې د طالبانو والي ملا (احمدشاه دیندوست) د دغه ولایت رسنیو او خبریالانو ته ویلي، چې د دوی کار باید د «اسلامي شریعت» مطابق وي.
سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې دیندوست دغه څرګندونې نن سه شنبه (کب ٢٣مه)، د «دولت او رسنيو همغږۍ» تر نامه لاندې د خبريالانو د مصونیت کمېټې له لوري په جوړه شوې غونډه کې کړې.
هغه وويل: «د بيان ازادي او هغه رسنۍ چې اوسمهال معلومات ورکوي، د هغوى کار بايد له اسلامي شريعت سره سم وي.»
دیندوست زیاته کړه:«ژورنالستان دې د اسلامي امارت د تګلارې خلاف له نشراتو او خپرونو ډډه وکړي.»
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې پر رسنيو پراخ محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو په ډیرو مواردو کې خبریالان نیولي او شکنجه کړي هم دي.