د بلخ ځینې اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې بېوزلي او لوږه ډېره شوې او ډېری خلک د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري. هغوی ټينګار کوي چې په تېرو درېیو کالو کې یې سختې ورځې تېرې کړې او راتلونکې ته اندېښمن دي. دا اوسېدونکي زیاتوي چې د تېرو کلونو په څېر د څارویو او نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون راغلی نه دی؛ خو د لوږې او بېکارۍ لامله یې د پېر ځواک کم شوی او د قربانۍ لپاره د څارویو اخیستلو وس نه لري.
د چمتال ولسوالۍ د سراسیاب کلي اوسېدونکی عبدالله وايي چې وچکالۍ او د عاید کمښت لامله ان خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ موندلو وس نه لري او په وینا یې، په لوی اختر کې د خوشالۍ پلمه ورپاتې نه ده. د چمتال ولسوالۍ دا اوسېدونکی زیاتوي: «سږکال د اختر په هکله مه غږېږئ، وچکالۍ پاخه کښتونه له منځه یووړل، هنګ بوټی ډېر ارزانه شوی او له ډېرو ستونزو سره مخ یو. دا اوس چې له تاسې سره غږېږم، په سپوره ډوډۍ د خپلې کورنۍ د خېټې مړولو وس نه لرم، وچه میوه او د قربانۍ پسه خو په خپل ځای پرېږده.» نوموړي له وسمنو او پانګوالو غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې د بېوزلو لاسنیوی وکړي.
د بلخ یو بل اوسېدونکی عصمتالله چې نوی یې واده کړی، وايي چې لومړی وار دی چې د ژوند ګډ اختر نمانځي. نوموړی چې د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر (مال بازار) ته راغلی، د څارویو له لوړو بیو سرټکوي. د بلخ دا اوسېدونکی هم له اقتصادي ستونزو شکایت لري او وايي چې د پروسږکال په څېر د څارویو په بیه کې بدلون راغلی نه دی؛ خو په وینا یې، د بېوزلۍ او کار نشتوالي لامله ښايي ونه شي کړای د تېرو کلونو په څېر په خوشالۍ اختر ونمانځي. هغه زیاتوي چې پخوا یې د کورنۍ لپاره دوه درې پسونه قرباني کول؛ خو سږکال د یوه پسه د پېرلو وس نه لري.
ورته مهال، په بلخ کې د څارویو پلورونکي بیا له تت بازاره شکایت کوي. هغوی وايي چې خلک د څارویو د پېرلو وس نه لري او هغه څاروي چې غوښتل یې د اختر په شپو ورځو کې یې وپلوري، همداسې پاتې دي.
په بلخ کې د څارویو یو پلورونکی حشمتالله وايي چې پخوا کلونو کې د اختر له ورځو شپو وړاندې د څارویو بازار ښه و؛ خو په وینا یې، سږکال یې مزه نه شته. نوموړی زیاتوي: «فروشات نه شته. داسې یې وګڼئ چې په یوه اوونۍ کې مې ۱۰ پسونه خرڅ کړي. تېرو کلونو کې داسې نه و، څومره څاروي چې و، خرڅېدل. سبا اختر دی، هېڅ څه مې نه دي خرڅ کړي، ځکه کاروبار نه شته، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.»
بل پلو، د مزارشریف ځینې اوسېدونکي وايي چې د وچې مېوې د پېرلو وس نه لري او سږکال یې د اختر دسترخوانونه خالي دي.
په مزارشریف کې د وچې مېوې ځينې کاروباريان وايي چې د تېرو کلونو پرتله، د سږني لوی اختر مزه نه شته. هغوی باوري دي چې ډېری اوسېدونکي د توکو پېرلو لپاره بازار ته راځي؛ خو د بیو د لوړوالي او د پېر ځواک د کمي لامله بېرته خالي لاسونه ستنېږي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي او خلک د خپل راتلونکې په اړه اندېښمن دي.
تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي نه پوهېږي راتلونکې خواړه به له کومه کړي.