د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش ویلي چې باید په غزه کې د ډز بندیز له لارې د سپېڅلې روژې میاشتې روح ته درناوی وشي.
ګوتېرېش دوشنبه د مارچ پر ۱۱مه د روژې میاشتې په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا د ټولو یرغمل شویو د پرېښودو غوښتنه تکرار کړې ده.
نوموړي ویلي، د روژې میاشت را ورسېده؛ خو لا هم په غزه کې وینه توېدنه روانه ده.
ګوتېرېش زیاته کړې: «زما غوښتنه دا ده چې د وسلو په بندولو او د ژغورنې مرستو پر وړاندې د ټولو خنډونو په لرې کولو سره دې د مبارکې میاشتې روح ته درناوی وشي.»
نوموړې یادونه کړې: «ښه ده چې دا مبارکه میاشت له ځان سره سوله راولي او موږ د یوې عادلانه او خواخوږې نړۍ پر لور رهي کړي.»
بیګاه شپه د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان بن عبدالعزیز د روژې میاشتې په مناسبت پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د خپلو مسوولیتونو له مخې د «اسراییلو وحشیانه جنایاتو» درولو لپاره لاس په کار شي.
د نوموړي په خبره، د غزې خلکو لپاره دې د مرستې رسونې په موخه انساني لارې ګودرې پرانېستل شي.