د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د غزې خلکو ته د بشري مرستو د لېږد لپاره یې د بندر جوړونې کار بشپړ کړی دی.
پنټاګون سېشنبه د مې پر ۷مه د یوې بیانیې په خپرېدو سره ویلي چې د خرابې هوا له کبله په اوسني وضعیت کې د دغه بندر چې له دوو برخو جوړ شوی، لېږدول خوندي نه دي.
دا بندر چې د امریکا پوځ یې د اپرېل په میاشت کې جوړول پیل کړل، لږترلږه ۳۲۰ ملیونه ډالره لګښت پرې راغلی.
د دغه بندر د جوړونې موخه په غزه کې د فلسطینیانو لپاره د بشري مرستو د لېږد زیاتول دي.
په غزه کې مېشت فلسطینیان له اووه میاشتو راهیسې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له کبله بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د غزې خلک د قحطۍ په څنډه کې دي او که په وخت بشري مرستې ورسره ونه شي، دا سیمه به د یو بشري ناورین شاهده وي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د مارچ په لومړیو کې وروسته له هغې د بندر جوړیدو پلان اعلان کړ چې اسرائیل د رفح په ګډون د پولو له لارې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی وکړ.