د روانې اوونۍ په پیل کې ترکیه د حماس د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه او د دغې ډلې د نورو مشرانو کوربنه وه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول په دلمه باغچه ماڼۍ کې په ځانګړو مراسمو سره د هغوی هرکلی وکړ. البته د تېرې اوونۍ په وروستیو کې اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د غړیو په حضور کې په یوه وینا کې په ویاړمنه ژبه خبر ورکړ چې ژر به د حماس د مشرانو کوربه وي. دا د غزې تر جګړې وروسته له هنیه سره د اردوغان لومړۍ کتنه ده. که څه هم حماس په انقره کې سیاسي دفتر نه لري، خو چارواکي یې په پرلپسې توګه دغه هېواد ته تګ راتګ کوي. ویل کیږي چې هنيه د اکتوبر د اوومې د برید پر مهال په ترکیه کې و. له دې برید وروسته الجزیرې د هنیه یوه ویډیو خپره کړه چې پکې نوموړی او ملګري یې د شکرانې د لمانځه د اداکو کولو په حال کې ښکارېدل، ادعا کېږي چې دغه ویډيو په ترکیه کې ثبت شوې ده. د ځینو راپورونو له مخې، اردوغان تر هغې وروسته، د حماس له مشرانو غوښتي چې په غلي یې له هېواده ووځي.
په ترکیه کې د حماس د مشرانو کوربتوب دوه موخې تعقیبولای شي:
۱- له هنيه او د هغه له ملګرو د انقرې مېلمه پالنه بې له شکه د غزې له جګړې او د هغې د پای ته رسولو له څرنګوالي سره تړاو لري. هغو هڅو چې امریکا متحده ایالتونو، مصر او قطر له اوږدې مودې راهیسې د اوربند د ټينګولو لپاره کړي، تر اوسه پایله نه ده ورکړې. اسرائیلي او امریکايي لوري په دغه بهیر کې حماس په ناغېړۍ تورنوي او دغه ډله بیا همدا تور په دغو دو هېوادونو پورې کوي. مصر او قطر تر اوسه پر حماس د فشار زیاتولو لپاره د دغو دوو هېوادونو غوښتنې ته هغسې غاړه نه ده اېښي، لکه څنګه چې تمه کېده. ویل کېږي چې ښايي د حماس مشران له دوحې بل هېواد ته ولاړ شي، داسې نه ښکاري چې دا کار به ژر وشي؛ که څه هم په دې برخه کې د امریکا د فشارونو اغېز له پامه غورځول کېدای نشي.
تېره چهارشنبه، قطري چارواکو په خواشینۍ سره خبر ورکړ چې په غزه کې یې د اوربند د ټينګولو لپاره د منځګړیتوب په تړاو خپل دریځ بدل کړی دی. د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د محدودو سیاسي ګټو لپاره له دغه منځګړتوب ناوړه ګټه اخیستل کېږي. دا چاره د دې لامل شوې چې قطر خپل رول په بشپړه توګه و ارزوي.» د دغه قطري چارواکي څرګندونې ظاهراً د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند د استازي سټني هویر د څرګندونو په غبرګون کې شوې دي: «د جوبایډن اداره باید له دوحې سره چې د حماس ملاتړي بلل کېږي، پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.»
ځینو سرچینو راپور ورکړی چې د دوحې چارواکي ممکن د خپل هېواد د اعتبار ساتلو په پار د منځګړیتوب له بهیره څنګ ته شي، هغه څه چې کولای شي د خبرو اترو بهیر پای ته ورسوي. که دوحه له دغه بهیره ووځي، د ترکيې لپاره ځای خالي کیږي، هغه هېواد چې له حماس او اسراییلو سره ښې اړیکې لري؛ که څه هم اردوغان د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره لفظي شخړه لرلې، چې کومه نوې خبره نه ده. کله چې د قطر یوه جګپوړي چارواکي د خپل هېواد پر دریځ د بیا کتنې خبر ورکړ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دوحه کې و او د تړلو دروازو تر شا یې له هنیه سره په ساعتونو خبرې وکړې. له دې غونډې وروسته فدان خبر ورکړ چې د حماس اړخ د ۱۹۶۷ کال په سرحدونو کې د فلسطیني دولت جوړېدو ته ژمن دی. دغه راز یې زیاته کړه چې د فلسطین د حکومت له جوړېدو وروسته به حماس یو سیاسي ګوند شي او خپله پوځي څانګه به منحل کړي. د ترکيې د چارواکي دغه څرګندونې ان د قطر په زړه کې د منځګړیتوب په بهیر کې د ګډون لپاره د هغه هېواد لېوالتیا ښيي. ترکیه له پیله د منځګړیتوب په بهیر کې ګډون ته لېواله وه، خو غوښتې ته یې پام ونه شو. لا تر اوسه د مذاکراتو په بهیر کې د انقرې د ګډون څرنګوالی او دا چې څه پایلې به ولري، څرګند نه دی.
۲- اردوغان په دې وروستيو کې په ترکيه کې د خپلو پلويانو له نيوکو سره مخ و، ځکه چې د فلسطينيانو په دفاع کې يې پر اسرائيلو ډېر فشار نه دی اچولی. د فتح اربکان په مشرۍ د نوې سوکالۍ د ګوند تر سیوري لاندې راغونډو شويو افراطي اسلامپالو د غزې په جګړه کې د ترکیې دریځ دوه ګونی وباله او له اسرائیلو سره یې د سوداګریزو اړیکو پر دوام نیوکه وکړه. ادعا کیږي چې په ترکیه کې د ښاروالۍ پر ټاکنو د دغو نیوکو دروند سیوری احساس شوی دی. د نوې سوکالۍ ګوند پر دې وتوانید چې د فلسطین د مسألې په شعار ګرځولو سره په دغو ټاکنو کې دریم ځای خپل کړي او که چیرې د اردوغان ترڅنګ درېدلی وای، نو ښایي د هغه ګوند به دویم ځای ته نه راغورځېده.
تر هغې وروسته چې اردوغان په سیمه ییزو ټاکنو کې د عدالت او پراختیا ګوند ماتې ومنله، د خپلو پلویانو یوې ډلې ته یې د تشو د ډکولو او د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په تړاو وویل: «مونږ د سیمه ییزو ټاکنو په ازموینو کې هغه پایله تر لاسه نه شوای کړې چې غوښتله مو. موږ خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کوو. موږ خپلې تېروتنې سموو. د سیمه ییزو ټاکنو له پایلو وروسته به له ځانه وپوښتو او د خلکو لخوا لیږل شوي پیغامونه به وڅیړو.» داسې برېښي چې د حماس د مشرانو کوربتوب د هغو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره دی چې اردوغان مخکې بیان کړې وې. اردوغان له دې مخکې چې هنیه ترکیې ته راشي، د عدالت او پراختیا ګوند له غړیو سره په کتنه کې یو ځل بیا حماس یوه ازادي غوښتونکې ډله وبلله او د ملي ازادۍ له غورځنګ سره یې پرتله کړه چې د ترکیې جمهوریت له جوړېدو مخکې یې اناتولیا له نیواکه وژغورله. اردوغان په دې غونډه كې وويل:« زه تر څو چې ژوندی یم د فلسطين د ملت دفاع ته دوام وركوم، ان كه يوازې هم و اوسم د مظلومو فلسطينيانو غږ به یم.»
البته له دغو څرګندونو مخکې د ترکیې د سوداګرۍ وزارت اسرائیلو ته د ۵۴ توکو پر صادراتو بندیز اعلان کړ. هغه څه چې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون یې راوپاراوه: «موږ د امریکا په ګډون له دوستو هېوادونو او د اسرائیلو له ملاتړو سازمانونو سره اړیکه نیسو چې په ترکیه کې خپلې پانګونې ودروي.» البته د نوي سوکالۍ ګوند مشر هم د اردوغان د حکومت دغه اقدام ته غبرګون ښودلی او هغه یې ډېر ناوخته بللی دی.
دا هرڅه په داسې حال کې کېږي چې ترکیې له اسراییلو سره خپلې سیاسي اړیکې څو ځلي ځنډولې دي، خو د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ورځ تر بلې زیات شوی دی. نو له دې اړخه د انقرې لخوا د حماس د مشرانو ګرم کوربه توب، د فلسطینیانو په دفاع کې د حکومتي چارواکو ښکاره څرګندونې او اسراییلو ته د توکو پر صادراتو د بندیز لګول د هغو تشو د ډکولو لپاره دي چې د اردوغان ګوند د ښاروالۍ له ټاکنو وروسته محسوس کړی وې.