د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د یو لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی دی.
رئیسي دوشنبه د اپرېل پر ۲۲مه اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي: «د ایران ولسمشر سره په دې سفر کې د هغه مېرمن او د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د دغه هېواد د کابیني یو شمېر جګپوړي چارواکي ملتیا کوي.»
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د رئیسي سفر د پاکستان د ولسمشر اصفعلي زرداري په بلنه ترسره شوی دی.
ټاکل شوې چې پاکستان ته د ایران ولسمشر د سفر پرمهال به د تهران او اسلاماباد ترمنځ د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت، قضايي او کرنې په برخو کې د همکاریو سندونه لاسلیک شي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو میاشتو کې د یو بل پر خاوره له بریدونو وروسته ترینګلې شوې دي.