۸صبح، کابل: د ملګروملتونو د ښځو برخې مشرې سیما بحوث د بشري حقونو له یو شمېر مدافعانو سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان لا هم د ښځو حقونو له قوي جدي ناورین سره مخ دی.
بحوث دا څرګندونې سېشنبه د کب پر ۲۲مه د ملګروملتونو د ښځو مقام کمېسیون د ۶۸مې ناستې په څنډه کې چې «په افغانستان کې د جندر له نظره د بشریت پر وړاندې جرم» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، کړې دي.
د هغې په خبره، په ټولو پرېکړو باید کې د ښځو د ونډې لپاره فضا پرانېستل شي.
په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ مشر نصيراحمد فايق هم په دې ناسته کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې يوازنى هېواد دى چې ښځې پکې د زدهکړو او کار له حقه محرومې دي.
ورته مهال، په دې ناسته کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارټایډ» بللی دی.
د ملګروملتونو د ښځو مقام کمېسیون هم په یوې اعلامیې لیکلي، دا ناسته د نړۍوالې ټولنې له لوري د همغږۍ اقدام لپاره چې «جنسیتي اپارټایډ» د نړۍوالو حقوقي چوکاټونو پر وړاندې یو جرم دی، جوړه شوې وه.
د دغې اعلامیې پر بنسټ، نړۍوال حقوقي چوکاټونه اوس مهال د جنسیت له پلوه د بشري حقونو سرغړونو رسېدنې ته، پر ماهیت او کچې سمبال نه دي.
د دغه سازمان په خبره، د اپارټايډ او د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کنوانسیونونه کولای شي په دې برخه کې په جلا ډول کار وکړي؛ خو یو جامع او قوي چلند ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې بیاځلې واکمنۍ راپدېخوا افغان ښځې او نجونې د زدهکړو او کار له حقونو محرومې کړې دي.