دغه خوږ سړی زموږ په کوڅه کې د کابل ښاروالۍ مامور دی. جامې یې زموږ غوندې اوتو کړې او پاکې نۀ دي خو د وجداني پاکۍ او صداقت مجسمه بڼه ده. هره ورځ تر لمر ختو وړاندې راځي او قضا مازدیگر پر خپل زاړۀ بایسېکل پښه اړوي، کور ته ځي. دی خپله گاډۍ په ټاکلي ځای دروي او چې له کثافاتو ډکه شي، یوۀ لرې خځللوښي ته يې وړي. د دۀ له ډاره څوک په ټوله کوڅه کې کثافات او خځلې بې ځایه نۀ شي غورځولای او که یې دا کار وکړ نو دا د اوبو غوندې پوست او سوړ سړی یو دم سره لمبه شي. غږ يې په ټوله کوڅه کې ازانگې کوي او خلک پوهېږي چې یو چا د کوڅې لمنه دواغداره کړه. دا مې ځکه وویل چې دا سړی صرف دنده نۀ اجرا کوي، د وطن ځمکې ته د مور لمن وايي او چې څوک یې داغ کړي دی تل په غوسه کې وايي:
«دغه گندونه د خپلې مور لمنې ته هم غورځولای شئ که صرف د خپلې خاورې او وطن لمنه درته دومره بې ارزښته ده؟»
دی زموږ د کوڅې په وجود کې د وجدان یا سوپر ایگو نقش لري چې په هره خرابۍ غږ پورته کوي.
چې خپل کار یې تمام کړی هم وي وزگار نۀ کښېني، یا د سړک کندې ډکوي او یا د موټرو په بیروبار کې لارې خلاصوي او موټروانانو ته د ټرافیکي اصولو د مراعات چیغې وهي.
سهار چې ماشومان ښوونځيو ته ځي، له هر یو سره یوه خوله خندا او ساتېری کوي خو د کوڅې ټول ماشومان پوهېږي چې کثافات بايد چېرته و غورځوي او که داسې و نۀ کړي، دغه خوږ سړی څومره تریخېدای شي.
زموږ حجره د سړک پر غاړه ده، پخوا به مې چې دلته مطالعه کوله، د موټرو شور، د خلکو چیغو او د ماشومانو د شوخیو غږونو به مې تمرکز خراب کړی و خو اوس دغه جنجال په يوۀ کیف بدل شوی دی. کاکا زموږ د حجرې ديوال ته ډډه وهلې وي؛ په یوه شېبه کې له ماشومانو سره خاندي؛ بله شېبه يو چاته د وطن او چاپېریال ساتنې لیکچر ورکوي او بيا موټروانانو ته لار خلاصوي. دا ټولې غوسې، مینه او ليکچرونه يې زه اورم او پوهېږم چې اوس په کوڅه کې څۀ روان دي. په هممهاله ډول په زړۀ کې گوړې ماتوم چې شکر دا د زرګونو او لکونو ناحلفو اولادونو مور یو نیم داسې اتل زوی هم لري.
ډېر ځلې وينم چې کوم کور د غرمې پر مهال ورته څۀ شی را وباسي خو دی یې نۀ اخلي، وايي: برو برادر، وظیفۀ ماست.
او چې وږی شي له پورې نانوايي وچه ډوډۍ را واخلي. يا یې له کوم نوش پياز سره خوري یا له زېړې نوشابې سره.
دی چې څومره پاک او مینه ناک دی، د کوڅې خلک په هماغه اندازه بې نظافته او بې درده دي. همدا چې د ښاروالۍ کاکا پر خپل بایسېکل پښه واړوي او له کنډوه واوړي، ټول خپل گندونه په بې رحمۍ لارو او کوڅو ته را وتوغوي او د ده تر راتگه د کوڅې لمنه له سلو زرو بدرنگیو ډکه کړي. دی سهار وختي اول دغه د شپې بدرنگۍ پاکې کړي او بيا خپل ورځني کارونه پیل کړي.
نن د اختر په ورځ هم په خپل وخت را رسېدلی او بيخي هماغسې عادي او پخپل سټایل لگیا دی. وایم کاکا! اختر نۀ دی؟
وايي دی خو څۀ وکړم چې يوه ورځ نه یم، په کوڅه کې د پنځو ورځو کار راته پیدا کوي. ښه ده چې له اختره تېر شم.
زړۀ مې درد وکړ. یو سړی آن د اختر په ورځ راغلی، لکه پېره دار ناست دی او له موږ څخه زموږ کوڅه ساتي چې چټله يې نۀ کړو.
دا د ټول وطن کېسهده. په هره برخه کې بايد یو څوک وي چې موږ له موږ څخه وساتي.
همدا شېبه چې زۀ د دۀ په اړه دا کرښې ليکم، غږ یې اورم چې شوخو ماشومانو ته وايي:
«ایشوخي مه کوئ، درس ووايئ چې یو څۀ درنه جوړ شي. غواړئ زما غوندې دښاروالۍ کاریگر شئ؟»
او زۀ په زړۀ کې وایم:
کاش درس مو نه ويلای خو ستا غوندې پاک زړۀ او وجدان مو لرلای. موږ له وطن سره د درس ویونکو پروفیسورانو، ډاکټرانو او انجینرانو مينه ډېره ښه ليدلې ده. که زما وس وای، ځینې درس ويونکي مې تاته کښېنول چې انسانیت او مینه دې ور زده کړي وای.
زۀ چې هره ورځ دا سړی گورم یو مجسم درس گورم. درس دا دی چې که په هره کوڅه کې دغسې یو کس هم پيدا شي، دا وطن به د جنت بڼ وي او که دا دېرش پنځه دېرش میلیونهټول دغسې مینه ناک، پر وطن مین او مسئولیت پېژندونکي شي، دا ملت بېرته خپل بایللي برم ته ورستنېدای شي.
که اتلواله په جنگ وي، جگړه ماران حق لري چې زموږ د سرنوشت مالکان او پر سرونو سپارۀ وي خو که په انسانیت او وطن پالنه وي، زما اتل د ښاروالۍ دغه بې وسه، بې اختره او بې جامو کارکوونکی دی. اختر دې دۀ ته مبارک وي!
چې له نېزو یې وينې څاڅي په وجدان يې لعنت!
چې له بڼو یې زړونه زانگي اتل دې ته وايي