انسانان د تنوع غوښتنې، سوکالۍ او سعادت، خوندیتوب، د بشري عزت او کرامت ساتنې، د تاریخ په اوږدو کې فردي او ډلییزو کډوالیو ته یې مخه کړې ده. خو هغه څه چې ددې لامل شوي چې د یوه هېواد ښاروندان په کتله یی ډول کډوالۍ ته مخه کړي، د خپل ځان د خوندیتوب او د خپلې خاورې د راتلونکي په وړاندې ناهیلې توب دی. افغانستان څو لسیزې کېږي چې له ناوړه او پراخو بدلونونو سره مخ دی او دغه بدلونونه له مایوسۍ، ناهیلۍ او د وضعیت له پېچلتیا پرته بله ګټه نه درلوده.
معاصر افغانستان، د تاریخي ناورینونو او مصیبت راوړونکو فاجعو حامل دی. یو له دغو درده ډکو تاریخي پېښو، پر هېواد د طالبانو واکمنېدل دي چې د ډلییز کډوالیتوب او د لوستو انسانانو د تېښتې لامل شو. ددغې ډلې له واکمنېدو وروسته، خلک د سیاسي، اقتصادي او ځاني امنیت نه خوندیتوب له امله، په ډلییز ډول کډوالیتوب ته مخه کړه. له دې مسلې نه طالبانو او مافیایي ډلو، ډېره ګټه پورته کړه او د باج اخیستنې او ګټې اخیستنې لپاره یې ورته زمینه برابره کړې ده.
ډله ییزه کډوالي قاچاق وړونکو او مافیايي ډلو لپاره یې زمینه برابره کړې ده ترڅو پورې، د هغو کسانو په حق کې چې د ظلم او شرارت نه د خلاصون په موخه، با امنه او له خوندي ډکې د فضا په لټه کې دي، ظلم او کړاو روا وبولي. د هغو انسانانو لپاره دام اچول چې د خوندیتوب لپاره ځان له ګواښ سره مخ کوي، له پېچلو او سختو لارو نه تېرېږي، قاچاق وړونکو او مافیايي ډلو لپاره ښه فرصت دی. مقصد ته تر رسېدو پورې ټولې زمکنۍ لارې، زرګونه خطرونه له ځان سره لري. په تېره د ایران – ترکیې او یونان لاره چې د پناه وړونکو او د جګړې او ظلم له امله د بې د ځایه شویو په شکنجې ځای بدله شوې ده. ټولې مافیایي ډلې او د انسان قاچاق کوونکي په دغو لارو کې فعال دي او د بې ځایه شویو انسانانو د نیولو لپاره، د پخوا په پرتله په ماهرانه ډول دام اچوي. د انسان قاچاق کوونکو په دې لاره کې د مشتریانو د جلب لپاره ډېر شمېر کسان ګمارلي دي او د بې ځایه شویو خپل اصلي مقصد ته تر رسېدلو پورې، د هغوی ځان او روح له ګڼ شمېر خطرونو سره مخ کوي. دغه قاچاق کوونکي سره له دې چې ډېرې زیاتې پیسې له مسافرینو نه اخلي، خو په لارو کې، انسانان په بېلابېلو نومونو او پلمو له ګڼ شمېر دامونو سره مخ کوي تر څو د نا بلدو بې پناه انسانانو ټول امکانات او پیسې ترینه واخلي. په ځلونو لیدل شوي دي چې قاچاق کوونکو د پناه غوښتونکو لېږدونکې کښتۍ په عمدي ډول چې په هغه کې ماشومان او ښځې هم وې، په سمندر کې ډوبه کړې ده او په ډېرې اسانۍ یې د لسګونه انسانانو ژوند ترېنه اخیستی دی. دغه بې رحمه لاره، خواشینونکې او له تراژیدي ډکې کیسې له ځان سر لري. جاوید، چې تازه یې دغه سخته لاره تجربه کړې ده، خپلې ترخې او له درده ډکې کیسې کوي.
جاوید وايي چې واک ته د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د بېکارۍ، بې برخلیکتوب او د ځاني امنیت نشتون له امله یې پرېکړه وکړه چې د ایران له لارې ترکیې ته لاړ شي. نوموړی ددغې لارې په اړه خپله کیسه کوي؛ هغه کیسه چې کېدای شي د هغو سلګونه بې ځایه شویو انسانانو چې دغه لاره یې تجربه کړې ده له دردونو او رنځونو ډکه کیسه وي. جاوید د ترکیې د پولیسو له لوري نیول کیږي او له څو ورځو زنداني کېدو وروسته، بېرته ایران ته لېږدول کېږي. نوموړی وروسته له هغې چې ایران ته لېږدول کېږي د ایران قزوین ښار کې له خپلو څو تنو خپلوانو سره ژوند کوي. جاوید چې په ایران کې د ژوند کولو پلان نه درلود، هلته یې ټوله هڅه دا وه چې قاچاقبر پیدا کړي او یوځل بیا خپل بخت وازمایي. له همدې امله، ترکیې ته د رسېدلو لپاره بېلابېلې لارې لټوي.
کله چې یو کډوال پرواز کوونکی مرغه، پرېکړه کوي ځان هدف ته ورسوي، هېڅ طوفان او ښکاري نشي کولای د هغه مخه ونیسي. جاوید هم د هغه مرغه په شان چې وزرونه یې مات شوي په هره کوڅه او لاره مزل کوي ترڅو خپل اصلي منزل ته ځان ورسوي. نوموړی په ایران کې له هغه سړي سره معرفي کېږي چې تازه له ترکیې راغلی او افغانستان ته د تګ تکل لري. جاوید له حمید سره معرفي کیږي. حمید ترکیې ته د تللو ورغلو لارو په اړه ټولې کیسې جاوید ته کوي. د نوموړي کیسې جاوید نور هم هڅوي او ترکیې ته په تللو کې د هغه عزم لا پیاوړي کوي چې د مشهور قول له مخې، نوموړی تللو ته لاپسې ګرموي.
جاوید وايي چې د حمید خبرو پر هغه اغېز وکړ او ددې لامل شو چې د خپلې کورنۍ سره له سلا مشورې پرته، د دوهم ځلي لپاره د ترکیې پر لوري لاړ شي. د دوستانو سلامشورې یې هم بې ګټې وي، ځکه جاوید خپله پرېکړه کړې ده. حمید، جاوید د حاجي فرهاد په نوم کس ته ورمعرفي کوي. حاجي فرهاد له نوموړي پوښتي: «تللو ته چمتو یې؟» نوموړی چمتوالی ښيي. وروسته قاچاقبر حاجي فرهاد، د یوه ډرېور شمېره نوموړي ته ورکوي.
جاوید ساعتونه له خپل ځان سره په مبارزه کې دی او د سفر له کړاو ډکې لارې سنجوي؛ خو په پایله کې ټینګه پرېکړه کوي او درې ورځې وروسته ډرېور ته زنګ وهي او ورسره همغږي کوي. نوموړی وايي چې ډرېور ورته ویلي دي چې له غرمې وروسته ۴:۳۰ د وان په ښار کې ورته په تمه واوسي. جاوید له ډریور نه پوښتي چې نور مسافر هم لري؟ هغه یې په ځواب کې وايي «هو، ستا هېوادوال دي.» د حرکت کولو شېبه رارسېږي او جاوید له خپلو ملګرو نه خدای په اماني کوي. کله چې نوموړی هغه موټر ته چې په تمه یې و ورپورته کېږي، ګوري چې څو تنه ځوانان په پښتو خبرې کوي له هغو پوښتي: «تاسو هم د حاجي فرهاد کسان یاست؟» هغوی یې په ځواب کې وايي: « نه. مونږ حاجي فرهاد نه پېژنو.» او وروسته ډریور ورغبرګه کوي او وايي: «هر څوک په بېلابېلو خلکو پورې اړه لري. ته د بل کس لخوا ماته تحویل شوی یې او هلته چې ځئ د اوسېدو خونې مو سره توپیر کوي.»
د دغو نابلده او اندېښمنو مسافرینو موټر شېبه په شېبه سرعت نیسي او ډرېور په ډېرې چټکتیا تر هغه چې کولای شي د موټر سرعت زیاتوي. جاوید کیسه کوي چې ډرېور دومره په سرعت موټر چلاوه چې ګواکې په موټر کې یې «څاروي» بار دي. نوموړی زیاتوي: «مونږ لکه د څارویو په توګه په موټر کې بار وو او په واقعیت کې مو د پرېکړې لپاره هېڅ ډول واک نه درلود او ځانونه مو لاس تړلي قاچاق کوونکو ته تسلیم کړي وو.» پایله کې له اوږده مزل وروسته، د ایران ماکوی ښار ته رسیږي. کله چې ماکو ته رسیږي دشپې ۰۲:۰۰ دي. له موټر نه ښکته کېږي، ډریور نوموړی ددې سیمې په یوې لیلیه کې یو بل کس ته سپاري.
جاوید له دې وروسته، فردي واک او صلاحیت له لاسه ورکوي او د تګ، کښېناستلو، ډوډۍ خوړلو، بهرته تللو او د هېڅ کار واک نه لري. نوموړی وايي چې ډریور د لیلیې مسوول ته ویلي چې نوموړی د حاجي فرهاد مسافر دی.
جاوید دوه ورځې ددغې لیلیې په خونه کې پاتې کېږي او د سفر او د وروسته لارې د وضعیت په اړه هېڅ اطلاع نه لري او قاچاقبران هم هېڅ معلومات نه ورکوي. دوه ورځې په یوازې ځان په خونه کې تېروي چې له دې سره یې زړه تنګېږي او ذهن کې یې جالبې خبرې او ګومانونه ګرځي، خو د بېرته تګ لاره په مخکې نه لري چې په خبره یې برخلیک ته تسلیمېږي. د زمان ثانیه ګرد دومره پڅ خوځېږي چې جاوید فکر کوي زمان درېدلی دی. د ناهیلې توب په اوج کې، حاجي فرهاد شپه مهال لس بجې اړیکه نیسي. حاجي فرهاد جاوید ته وايي: «چمتو یې؟ نن شپه ګیم لرو.» جاوید توضیح ورکوي چې قاچاق کوونکي ناڅرګند ځای ته تللو ته «ګیم» وايي. نوموړی زیاتوي: واقعاْ ګیم و، هغه ګیم چې د زرګونه ځوانانو له برخلیک سره یې لوبه کوله او زه په ناپوهۍ او د ښه باور له مخې دغه ګیم ته ورنتولی وم. له منلو پرته مې بله لار نه درلوده. دشپې ۰۲:۰۰ بیا زنګ راغی او حاجي فرهاد راته وویل چې زه تاپسې راغلی یم. وروسته مراد راغی او زه یې حاجي فرهاد ته تسلیم کړم.»
دغه ځوان چې د خپلو خوبونو د رښتیا کېدو لپاره، د ژوندانه ترټولو لګښت لرونکي سفر ته یې مخه کړې ده، پرته له دې چې د قاچاقبرانو خبرو ته تسلیم شي، بله لار نه لري. نوموړی کیسه کوي: «له پاکو جامو، سر او ږیره منظمه، ساعت او ښه موبایل مې درلودل. له څو ځلي تیلفوني خبرو وروسته مې په لومړی ځل حاجي فرهاد ولید. کله چې د نوموړي موټر کې کښېناستم، د نوموړي عجیب لیدل زه په زیاد شک کې واچولم او د لارې په اوږدو کې یې ډېرې خبرې راسره ونکړې نیم ساعت وروسته یې زه بل ډریور ته تسلیم کړم چې هغوی دوه تنه وو. کله چې د هغوی موټر کې کښېناستم، یوه یې له ما وغوښتل چې د موټر په ډاله کې کښېنم.
جاوید د هغوی دغه خبره نه مني او له هغوی سره لفظي شخړه کوي. هغوی مني چې جاوید دې په خپل ځای کې کښېني. ددغه اندېښمن مسافر موټر، حرکت کوي. نوموړی وايي چې له لفظي شخړې وروسته، د نامالوم وضعیت په اړه یې شک لاپسې ډېرېږي؛ خو بیا هم بله چاره نه لری. له دې وروسته ډریوران او قاچاقبران دي چې پرېکړه کوي جاوید او نور ملګري یې چېرې وي؟ چېرته لاړ شي؟ او څه وخوري؟ نوموړی وايي چې له اوږده مزل وروسته یې پام کېږي چې لېږدونکی موټر یې په خامه سړک د حرکت په حال کې دی، په داسې حال کې چې نوموړی غواړي د «تیلري» موټرو له لارې ترکیې ته لاړ شي. جاوید په خپل لومړني سفر کې د باربري موټرو لاره لیدلې چې خامه نه وه.
کله چې جاوید دې ته پام کېږي چې د خپل روزګار د بدبختۍ په موټر کې سپور شوی او په ټول هوش او حواسو په تیاره لاره کې ګام ږدي، ډېر زیاد اندېښمن کیږي. نوموړی د خپل تور بخت په اړه داسې کیسه کوي: «موټر په تیاره او توره لار روان و. وخت لکه د غره د دروندوالي په شان راباندې تېرېده، خو بله لار مې نه درلوده. یوه کلي ته نږدې شو، سمدلاسه موټر مړ شو. ډریور د موټر کلۍ واخیسته او له خپل ملګري سره له موټر نه کښته شول. له هغې وروسته شپږو تنو له لرګیو او چړو سره یي راباندې برید وکړ.» نوموړی وايي چې هغوی هڅه وکړه دی له موټر نه راکښته کړي.
جاوید د خپل له رنځ او اندېښنې ډک قدمونو په اړه داسې کیسه کوي: «ډېر وېرېدلی وم، کوم شکونه مې چې په زړه کې تېرېدل، ټول رښتیا شول. وینه مې په بدن کې وچه شوې وه. یو کس په سر ووهلم او بې هوښه شوم. کله چې په هوښ راغلم، ومې لیدل چې له څو خواوو نه په څپېړو او سوکانو یې وهلم په خاوره کې یې کشولم. زه یې په کشولو کشولو یوه ویجاړ شوي کور ته چې هلته نېږدې و، یوړم.»
دغو کسانو چې چاقوګان یې په لاس کې لرل او د مسافرین د لوټلو لپاره اماده ولاړ و، لومړی جاوی پلټي او له هغه وروسته یې ساعت، موبایل، پیسې، جمپر او پاسپورټ یې ترېنه اخلي. جاوید وايي چې هرچېرې توره تیاره وه او هېڅ روښنایي نه لیدل کېده. کله چې نوموړی خونې ته ننوځي، څراغ روښانه کیږي. جاوید په دې خونه کې د ځان په څېر وهل ټکول شوي، په وینو لړلي او ګډوډ ویښتانو په لرلو سره ډېر ځوانان ویني چې ځیني د هغو یې په ځنځیر تړل شوي او سترګې یې له وحشته پړسېدلي دي. نوموړی لا د خپلو نویو ملګرو په ننداره دی چې د هغه غاړه او پښې هم په ځنځیر سره تړل کېږي.
جاوید چې تازه د بې پناه اواره شویو له ډلې سره یوځای شوی، د هغوی خواشینونکي وضعیت ته ګوري. سمدلاسه یو له برمته کوونکو، نوموړی په سر په لرګي وهي او د سترګو په رب کې، د هغو کسانو په برخلیک اوړي چې نوموړی یې په لیدلو حیران شوی و. نوموړی وايي: «په سر یې په سوکانو او لغتو وهلم. ښه یې د زړه له اخلاصه ووهلم. له دغه وېرونکي کور نه د وتلو پر مهال، یو له برمته کوونکو، راته کړل چې دغه وضعیت نه د خلاصون لپاره باید پنځه زره ډالره ورکړې.»
قاچاقبرو او برمته کوونکو، د جاوید له وهلو ټکولو وروسته، په بند کې له ټولو کسانو څېړنې پیلوي او وروسته برېښنا مړه کوي او د خونو دروازې تړي. جاوید د هغوی له تللو وروسته له هغه مصیبت سره چې مخ شوی و، په اړه یې فکر کوي، او په افغانستان کې حکومت چلوونکو ته ښکنځلې کوي. نوموړی وايي: «ژوند مې د له لاسه تللو په حال کې و. له لنډې چوپتیا وروسته مې پخپلو ملګرو غږ وکړ چې هلکانو غږ مې اورئ؟ هغوی وویل هو! اورو یې. ومې ویل چې خبره څه ده؟ یو له زندانیانو وویل چې روښانه ده پیسې غواړي. دوی له هر یوه نه پينځه زره ډالره غواړي، ترڅو پورې چې پیسې وانخلي، په ورځ کې د درې ځلي خوراک پر ځای، درې ځلي وهل ټکول کوي.»
جاوید په خواشینۍ او په وینې ډک زړه کیسې ته دوام ورکوي: «د پينځو تنو په منځ کې، دوه تنه د بنګلادیش هېواد اوسېدونکي وو. هر څه مې له ذهنه وتلي وو. د هېڅ شي په اړه مې فکر نشوای کولای. زجر او شکنجې چې مې په تمه وې، ټکان یې راکاوه. پلار، ورور او خویندې مې یادېدلي. ما هغوی ته رښتیا نه وو ویلي او حتی هغوی ته مې خبر هم نه و ورکړی چې دا ډول پرېکړه کوم، اوس چې د بې رحمه انسانانو په دام کې لویدلی یم، څه باید وکړم؟» نوموړی وايي د سیمې د پولیسو د ادعاو پر بنسټ، دغه ډله، په ایران کې د جنایتکاره ډلو ترټولو خطرناکه ډله وه. جاوید د سیمې د پولیسو له خولې وايي چې د قاچاقبرانو دغه ډله، بهرني بانکي حسابونه لري چې مشري یې یوه ښځه پرمخ وړي. نوموړی زیاتوي: «د ایران پولیسو مونږ ته وویل: تاسو ونه وایئ چې دغه جنایتکاران د سیمې د خلکو له لوري نیول شوي دي. ووایئ چې دغه غولونکی باند د پولیسو له لوري نیول شوی دی.»
د جاوید توره شپه پای ته نه ده رسېدلې. ژر ده چې سهار خپلې وړانګې خپرې کړي. خو ټوله شپه یې په ویښه تېره کړې ده. کله چې هوا روښانه کیږي، ویني چې د وهلو ټکولو په پایله کې یې، سر ټپي شوی دی او وینو یې غېږه ورسره کړې ده. د نوموړي په خبره، د هغو نورو زندانیانو چې پنځه ورځې په دوامداره ډول وهل ټکول شوي وو، له نوموړي نه په بد وضعیت کې وو. جاوید وايي چې له خپلو هم برخلیکو نه پوښتي چې تر اوسه یې له منځ نه څوک خوشې شوي دي؟ هغوی یې په ځواب کې ورته ویلي دي چې د نوموړي له راتګ وړاندې، د جمعه په نوم یو ځوان ددغو برمته کوونکو له منګولو خلاص شوی دی.
جاوید د خپلو هم برخلیکو له خولې وايي: «ستا له راتلو مخکې، د جمعه په نوم یو ځوان خوشې کړای شو. خو د هغه ازادي په وړیا ډول نه وه. نوموړي سره له دې چې دوه زره ډالره یې ورکړه، زمونږ د سترګو پر وړاندې جنسي تیری پرې وشو. ددې لپاره چې ددغه باند کسان له دغې قضیې نه خبر نشي، له نوموړي نه یې د دوه زره ډالرو په اخیستلو سره ژر خوشې کړ.» نوموړی زیاتوي :«د جمعه حتی بوټونه نه و، د غونډۍ په ښکته برخه کې یې خوشې کړی و. سره له دې چې له جمعه سره یې ژمنه کړې وه چې تهران ته به یې لېږدوي او هلته به یې خوشې کوي؛ خو کېدای شي ددې لپاره چې نوموړی د باند نورو غړو ته د لواط د مسلې په اړه ونه وايي، هغه یې ژر خوشې کړ.»
د جاوید د کیسې پر بنسټ، دغه ځوان چې جنسي تیری پرې شوی، ۲۰ کلن و. ټولو زندانیانو سره له دې چې لاس او پښې یې په ځنځیر تړل شوي دي او څرګنده نده چې برخلیک به له هغوی سره څه وکړي، د جمعه د تور برخلیک په اړه خواشیني شوي وو. د جاوید په خبره، هغوی ویلې: «د جمعه ژوند او غرور لمنځه ولاړل، ځکه چې په بدن کې یې غوسه په چیغو وه، نه پوهېده چې څه وکړي ترڅو له دغې جنایتکارې ډلې نه خپل غچ واخلي.»
جاوید کیسه کوي کله چې جمعه په شلیدلي بدن او لوڅو پښو ځان په ډېرې سختۍ یوه نېږدې کلي ته رسوي، د درد، رنځ، لوږې او تندې له شدت نه بې هوښه کېږي. د جاوید په خبره، جمعه پنځه ورځې له یوه بیسکویت او یوه ګیلاس اوبو پرته، بل څه نه و خوړلي او پر دې سربېره، جنسي تیری هم پری شوی و. د جاوید د خبرو پر بنسټ، د یاد د کلي اوسېدونکو پر زمکه د جمعه له لویدلو وروسته سره راټولېږي او د پېښې په اړه ورنه پوښتي.
د جاوید د روایت پر بنسټ، جمعه په داسې حال کې چې ژاړي او حتی د خبرو کولو توان نه لري. په دې سره شېبه په شېبه د کلي نور خلک هم ځانونه رارسوي. خلک نوموړی د سیمې جومات ته بیایي او خپلو پلټنو ته دوام ورکوي. جمعه پرته له دې چې څه پټ کړي خپل تریخ او د خواشینۍ وړ برخلیک په اړه هغوی ته کیسه کوي.
خلک د جمعه د وضعیت په لیدلو او له درده ډکې کیسې له اورېدلو وروسته، د کاڼو او لرګیو په اخیستلو سره پرېکړه کوي چې د قاچاقبرانو په شکنجه ځای برید وکړي؛ خو جمعه هغوی ته وايي چې اوس ډېره ناوخته ده او نوموړی په تیاره کې هغه کور نشي پیدا کولی. جمعه د کلي اوسېدونکو ته توضیح ورکوي چې نوموړی د نیول کېدو پر مهال د سهار په تیاره کې غره وړل شوی او د شپې په تیاره کې، له غره راښکته شوی او یوازې غر یې لیدلی دی. خلک د جمعه له خبرو وروسته، یو له بله سره سلا مشورې کوي او پرېکړه کوي چې په سبا یې، هغه مهال چې برمته کووونکو، زندانیان غره ته یوړل، غر به محاصره کړي.
جاوید وايي چې قاچاقبرانو نوموړی هم د سهار په تیاره کې غره ته بیوه او تر شپې پورې به یې هلته ساته. نوموړی وايي په هغو خونو کې چې ساتل کېده، له نورو کورونو لیرې و. هرمهال به یې چې نوموړی لېږداوه، نوموړی به مخکې او نور پخواني زندانیان به یې تر شا له دوو ایراني قاچاقبرو سره د غره په لوري روان شول. د نوموړي په خبره، یو له هغو قاچاقبرو شهرام نومېده. نوموړی یو ظالم انسان و. د جاوید د روایت پر بنسټ، بل کس امین نومېده چې شاوخوا د ۳۰ کلونو و، د لوړې ونې لرونکی او ورته مهال تیری کوونکی او ظالم و.
جاوید په ژړغوني غږ وايي: برمته کوونکو په غره کې مونږ ته وویل چې خبرې ونکړئ. مونږ یوه شېبه دمه کوو. شهرام او امین لږه شېبه خوب وکړ، کله چې راویښ شول لرګي او کیبلونه یې راواخیستل او زمونږ په وهلو ټکولو یې پیل وکړ. وروسته یې وویل که پیسې ورنکړئ، روزګار مو له دې هم خرابیږي. یوه کس له وهلو ټکولو وروسته راته وویل چې د موبایل کود دې راته ووایه! موبایل مې ښه چک کړ. د پوهنتون او د فراغت د جشن عکسونه مې یې ولیدل او ویې ویل چې ښې ډېرې پیسې لرې. ته که چېرې پنځه زره دالره رانکړې، تا وژنم.»
مقصد ته نه رسېدلی دغه مسافر، اوسیلۍ کوي او وړاندې وايي: «تیلفون یې ماته راکړ او ویې ویل چې کورنۍ ته دې زنګ ووهه. ورته ووایه چې پينځه زره ډالره چمتو کړي. له هغه پرته وژل کېږې. له دغه حالت نه راضي نه وم، چاته مې زنګ وهلی وای، ناروغې مور ته که سپین ږیږي پلار ته چې هېڅ کار یې په وس نه و چې مې ویلي وای؟ په خبرو بوخت وو چې برمته کوونکو ته زنګ راغی. وارخطا شول. هغوی له خپل ځای نه پورته شول، په خپل منځ کې یې سره څه وویل او مونږ ونه پوهېدو. وارخطايي او بېړه یې شېبه په شېبه زیاتېدله، خپل بیکونه یې ترشا کړل په داسې حال کې چې زمونږ پښې او غاړه په ځنځیرونو تړلي وو، وتښتېدل.» نوموړی وايي په تړلو پښو او لاسونو له درده ډکو شېبو ته په تمه ول؛ خو د برمته کوونکو له تېښتې څو دقیقې نه وې وتې چې یو غږ اوري او خلک ویني چې لرګي په لاس کې لري او د هغوی پر لوري راځي.
جاوید وړاندې وايي: «مونږ په زړه کې له دغې پېښې نه ډېر خوښ وو، خو هېڅ نه پوهېدو چې خبره څه ده؟ یوه سړي غږ وکړ او ویې ویل چې ونه وېرېږئ، مونږ له تاسو سره یو. په واقعیت سره چې حیران پاتې وو، له خوښۍ نه مو ژبه ګونګۍ شوې وه. نږدې راغی او ویې ویل چې له ځایونو مو پورته شئ. خو مونږ چې د ډېرو وهلو ټکولو له امله ټپي شوي وو، په ډېرې سختۍ له خپلو ځایونو راپاڅېدو. کله چې له خوړ نه راپاڅېدو، دغه سړي وویل چې لاندې وګورئ. ومو لیدل چې ډېر شمېر خلک لیدل کېږي. له خوښۍ نه مو په سترګو کې اوښکې راغلې او نه پوهېږم چې څنګه هغه حالت بیان کړم، څه ووایم چې څه حالت مو درلود.»
دغه ځوان چې ظاهرا بخت ورسره مرسته کړې ده، وايي: «ومې لیدل چې خلکو شهرام او امین تر وهلو ټکولو لاندې نیولي دي. کله چې خلکو زمونږ زار او خراب حالت ولیده، بیا یې په امین او شهرام ګوزارونه پیل کړل. له هغې وروسته د کلي یوه سپین ږیري له پولیسو سره اړیکه ونیوله. پولیس ډېر ژر راورسېدل او مونږ ټول یې د ماکو ښار ته ولېږدولو.»
نوموړی وايي چې هغوی په ماکو کې جمعه ولیده. جمعه ددې لامل شوی و چې هغوی د انسان د قاچاقچیانو او برمته کوونکو له منګلو آزاد کړي. نوموړی وايي چې ددغې سیمې سیمه ییزې محکمې «خپلې څېړنې پیل کړې. غلو او برمته کوونکو له ظلم، شکنجې او برمته کولو سربېره، جنسي تیری هم کړی و. محکمې دغه باند له خطرناکو بانډونو وباله. یوه اونۍ له محکمې سره تم شو ترڅو دوسیې مو بشپړې شوې.»
جاوید وايي چې محکمې شهرام چې په جنسي تیري تورن و، په اعدام محکوم کړ او امین یې هم په ۲۰ کلونو زندان محکوم کړ. د ایران پولیسو له هغې وروسته جاوید او څلورتنه نور یې افغانستان او دوه تنه نور یې بنګلادیش ته استولي دي.