۸صبح، کابل: د هېواد له جنوب څخه شمال او لوېدیځ ته د پاکستانیو جنګیالیو د لېږد بهیر له پیلېدو وروسته، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وایي، اسلام اباد په دې برخه کې د طالبانو د اقدام هرکلی کوي.
اصف دراني د شنبې په شپه (د چنګاښ په ۱۷ مه) له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې موږ باید د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د استولو وروستۍ پایلې ته انتظار وباسو.
دراني له سرحدي ولایتونو څخه د پاکستاني طالب جنګیالیو د لیږدولو په اړه د طالبانو د پریکړې په اړه وویل:«خو، که چیرې د تحریک طالبان پاکستان دغه لیږد واقعا تسره شي او زموږ د پولو په اوږدو کې د سولې لامل شي، دا به یو مهم پرمختګ وي او موږ به یې هرکلی وکړو.»
په افغانستان کې د طالبانو له رژیم څخه د اسلام آباد له غوښتنې وروسته، دغې ډلې تیره میاشت د هیواد له جنوب څخه شمال او لویدیځ ته د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالیو د زرګونو کورنیو د لیږدولو بهیر پیل کړ؛ یو داسې عمل چې سیاستوال یې په شمال کې د طالبانو له خوا ترهګري بولي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې دوی دا کار د دې لپاره کوي، چې له پولې هاخوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستاني چارواکو باور ترلاسه کړي.
د پاکستان په باور، پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی خپل بریدونه پلانوي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په پاکستان کې مرګوني بریدونه معمول شګرځیدلي.
تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د امریکا د سولې د انسټیټیوټ په غونډه کې له نړیوالې ټولنې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې وه.
دغه پاکستاني چارواکي په داسې حال کې له پولې هاخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان طالبانو د کړنو هرکلی کوي، چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان او القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې وسله والې ډلې په پراخه کچه فعالیت لري.