افغانستان له سمندر څخه لرې و. انګریزانو د هرې ماتې و تېښتې پر مهال خپل مړي وړلای نه شول، هلته و دلته یې له ځینو مهمو اسنادو سره خښول او بیا به یې د چم ګاونډ خلکو ته پیسې او سیکې ورکړې، د خپلو مکیاژ شویو جاسوسو ملنګانو او شېخانو په ژبه به یې اوازه ګډه کړه، چې دلته د پلاني ولي زیارت دی او هلته د پلاني پیر قدمځای.
امیر عبدالرحمان خان پر یو ځای ځان ته ماڼۍ جوړوله ( د ځای نوم مقدس جهل ته په درناوي نه لیکم، د ارواښاد ابراهیم خلیل کتاب پسې وګورئ) چا ورته وویل، دلته زیارت دی، خو امیر سرزوري وکړه او د تاداو کیندنو امر یې وکړ.
دا مهال امیر ته یو هیندوستاني طبیب او څو انګریزان مېلمانه تلل راتلل.
بله ورځ ناڅاپه امیر حکم وکړ، چې کیندنې ودروئ! او هلته پر زیارت توغونه لک کړﺉ! ځکه امیر په قبر کې پروت ولي په خوب لیدلی، چې امیرپه څاپېړه وهي او ورته وايي: ما مه پازابوه!
امیر چې سهار راویښ شوی ګوري، چې مخ یې تک سور دی…
دغه ځای اوس له مهمو زیارتونو څخه دی. ماشوم وم، چې هلته مې د کابلۍ مېرمنو په ځانګړې سلیقه پخه شوې د نذر خوږه حلوا خوړلې وه.
له امیرعبدالرحمانه ترنن زمانه میلیونونه افغانان باور لري، چې دا مقدس زیارت او په کې پروت مړی د خدای ولي دی.
میلیونونو خلکو په کې دعاګانې کړي، ژړلي یې دي، مراد یې غوښتی او خوردې یې ترې خوړلي دي، ګڼ ناروغان د علاج لپاره ورغلي دي، دولتونو د اوقافو له بودجې څخه لګښتونه پرې کړي دي، یوه برخه مهمه قیمتي زمکه ورته وقف شوې ده او درناوی یې د خلکو د ایمانونو برخه ده.
مقدس جهل د هغې کوشنۍ ډبرې په شان دی، چې له واورین غره څخه رارغړي او واورین توپ (برفکوچ) ترې جوړیږي، چې د غره لمنې ته رارسیږي، نو غټه بلا ترې جوړه وي او کله کله له ځانه سره کلي، کورونه او ودانۍ هم نړوي.
مقدس جهل په اول کې ( یوچل، یو دروغ، یو سیاست، یوه ګټه یا یو تصادف) وي، روسته ترې د خلکو د ایمان یوه لویه برخه جوړیږي.
هغوی چې پوهیږي، اصله کیسه څه ده؟ (د خلکو اعتقاد ته درناوی) د اصل له مخې دوی هم تظاهر کوي، مانا؛ مقدس جهل د منافقت لامل هم دی. سیاستوال يې په خوب ویني، د عبدالرحمان خان په شان پولادي امیر په څاپېړه وهي، مقدس جهل د سیاست د دروغو ریښه ده.
دا یې یوه وړه بېلګه ده.
زموږ ژوند، ټولنه، سیاست او ټولنیز تعاملات له زرګونو داسې کیسو ډک دي، موږ د مقدسو جهالتونو بلهاریان یو.
ما ډېر هوښیاران لیدلي، چې ویل یې:
د خلکو د هرې عقیدې درناوی وکړئ! دا د سیاست اصل دی.
هو د خلکو د مقدسو جهالتونو درناوی وکړئ، پاپیولیستي سیاست یعنې همدا!
دروغ ووايئ، تظاهر وکړئ، منافقت وکړئ، چې د خلکو افیوني باورونه زیان ونه ویني او هیڅکله ولس راویښ نه شي.
د ولس راویښېدل د سیاستوال لپاره ګواښ دی، ځکه خو هغوی چې د ولسونو د ویښتیا هڅې کوي، ښه سیاستوال نه بلل کیږي. تکفیریږي.
له نورو سره په مقدس جهل کې ورګډ شئ، تر ټولو بریالی سیاستوال به یاست!
مقدس جهل یعنې همدا!