د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کابل په دشت برچي کې پر سيدالشهداء ښوونځي د خونړي بريد په غبرګون کې ويلي چې، «همدا اوس» دې اوربند وشي؛ ځکه چې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه د اندېښنې وړ ده. په دې اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د غويي په ۱۹مه نېټه د «د کابل په لويديځ کې د سیدالشهداء ښوونځي د زدهکوونکو د وژنې او د ملکي وګړو د وژنې د دوام په اړه» تر عنوان لاندې خبرپاڼه خپره کړې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ويلي چې ښځې او نارينه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وژل کېږي او د ملکي وګړو د وژنې د مخنيوي لپاره يوازينۍ لار دايمي اوربند دی. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي دي چې د تلپاتې اوربند د ټینګښت لپاره ژمن پاتې شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خبرپاڼې په اساس، د دشت برچي پر سيدالشهداء ښوونځي په بريد کې له ۶۰ پورته وژل شوي او ۱۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي. دا هغه ارقام دي چې د دغې اعلاميې تر خپرولو نېټې پورې ترلاسه شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کميسیون موندنې ښيي چې د روژې په مياشت کې (د اپرېل له ۱۳مې نه د مې تر ۷مې نېټې پورې) د ۱۳۰ پېښو له امله ۵۱۹ تنه ملکي وګړو ته تلفات اوښتي چې په دې کې ۱۶۰ تنه وژل شوي او ۳۵۱ تنه ټپيان شوي دي. په دغو شمېرو کې د سيدالشهداء پر ښوونځي د شوي بريد د تلفاتو شمېر شامل نه دی.
دغو مواردو ته په کتو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي چې افغان دولت د نړيوالو بشردوستانه قوانينو او نړيوالو حقونو پربنسټ دنده لري له هغو وګړو چې د جنګي جنايتونو په خطر کې وي ساتنه وکړي او د بشري جنايت او قومي نسل وژنې مخه ونيسي. د دغه بنسټ په وينا، نړيوال قوانين دولت مکلف بولي چې د نسل وژنې، جنګي جنايت او د قوميت او جنسيت په اساس ځورونې د مخنيوي په پار لازم تدابير ولري. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خبرتيا په اساس، د شنبې ورځې بريد څخه شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې، د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې د کوثر دانش پر ښوونيز مرکز بريد کې څه باندې ۴۰ زده کوونکي ووژل شول. په همدې توګه نږدې يو کال وړاندې د ۲۰۲۰ کال د مې په مياشت کې ۱۱ امېندواره ميندې، دوه هلکان او یوه قابله په بې رحمۍ سره ووژل شول او پنځه تنه ميندې ټپيانې شوې. د بشري حقونو خپواک کمېسیون وايي چې دغه کړنه په څرګند ډول د ښځو او ماشومانو وژل دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ټينګار کړی چې افغان حکومت بايد د نړيوالو مدني او سياسي حقونو مطابق عمل وکړي، د هزارهګانو د هدفي وژنو مخه ونيسي او د دشت برچي او د کابل د لويديځو سيمو د بشري حقونو لپاره دې چټکه ملاتړې طرحه اعلان کړي. دغه بنسټ وايي چې په دې طرحه کې بايد د ټولنیزو زيانونو د جبرانولو پروګرام هم شامل وي.
په افغانستان کې د وژنو او تاوتريخوالي د څېړنو لپاره د ملګروملتونو مداخله
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له بل پلوه ويلي چې د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش بايد په دې اونۍ کې ددې بنسټ د مشرتابه ځانګړې ناسته جوړه کړي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه ناسته بايد د اختر له لومړۍ ورځ مخکې ترسره شي او د دې غونډې ترسره کېدل بايد د مې ۱۳مې يعنې له پنجشنبې مخکې وشي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ملګروملتونو غوښتي دي چې ملګري ملتونه بايد په څرګند ډول اعلان وکړي چې د افغانستان د خلکو په اړه څه عملي کار وکړي؟ «ددغو ماشومانو د وژلو او د ملکي وګړو د تلفاتو کچې د لوړېدو په تړاو غور وکړي او دا تضمين کړي چې دغه تاوتريخوالی به بيا هېڅکله نه تکرار کېږي.»
له بله پلوه، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ويلي چې د ملګروملتونو د ماشومانو او د وسله والو نښتو د چارو ځانګړې خبرياله ويريجنيا ګامب دوپوتژيتر بايد په دې تړاو عملي او څرګند اقدامات وکړي، چې له دې وروسته په ښوونيزو مرکزونو کې داسې پېښې تکرار نه شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همداراز ويلي چې ملګري ملتونه بايد د نړيوالو بشري حقونو د ملاتړي بنسټ په توګه د افغانستان په تړاو د امنيت شورا د مخکيني پرېکړه ليک او نورو پرېکړه ليکونو پربنسټ ددغو جنايتونو عاملين پيدا کړي.
د نړيوال څېړنيز کمېسیون رامنځته کېدل
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ملکي وګړو د تلفاتو د څېړنو لپاره بايد يو حکومتي کمېسیون جوړ شي او انتوني ګوترش دې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وړانديز له مخې، رامنځته شوی کمېسیون بايد په هراړخيز او ټول اړخيز ډول هغه تاوتريخوالي وڅېړي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ترسره شوي او د افغانستان خلک په کې په نښه شوي دي.
د زيانونو د جبران او مستندولو لپاره د بوديجې ميکانيزم رامنځته کېدل د بشري حقونو خپلواک کمېسیون يوه بله غوښتنه ده چې بايد ترسره شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د نړيوالو ځواکونو او د امريکا او د ناټو د غړو هېوادونو په وتلو سره بايد ډاډ ترلاسه شي چې د زيانونو د جبرانولو او مستندولو لپاره لازم ميکانيزمونه موجود دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په پای کې ټينګار کړی چې د افغانستان د جګړې د قربانيانو غږ بايد واورېدل شي. دغه کمېسیون ويلي چې ماشومان حق لري، د شهيدانو او معلولينو وزارت د قربانيانو په رسمي لېست کې شامل شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون موندلي چې د مخکينيو پېښو (کابل پوهنتون پېښه، د کوثر دانش پر ښوونيز مرکز بريد او د دشت برچي پر زېږنتون بريد) د قربانيانو کورنۍ د شهيدانو او معلولينو وزارت په لېست کې نه دي شاملې شوې چې دغې ستونزې ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.