۸صبح، کابل: ټاکل شوې نن شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې به په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت په اړه ملي راپور هم وړاندې شي.
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو ملي راپور کې چې نن دوشنبه د غويي پر ۱۰مه به د دغې شورا غونډې ته وړاندې شي، راغلي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید بشري حقونو ته په درناوي او د یوه ټولګډوني او ولسي حکومت پر جوړېدو مشروط وي.
د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه بشري حقونو شورا ته په وړاندې کېدونکي ملي راپور کې راغلي چې طالبان له خپلو ټولو ژمنو سره سره په دغه هېواد کې بشري په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته په درناوي کې پاتې راغلي دي.
په راپور کې سپارښتنه شوې چې «له طالبانو سره تعامل ته باید د یوې سیاسي حللارې د موندلو لپاره د یوې وسیلې په سترګه وکتل شي هماغسې چې د ملګرو ملتونو په څو پرېکړهلیکونو کې یې وړاندوینه شوې نه د یوه هدف په توګه.»
د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان ډلې هم ویلي چې نړۍ دې د یوه ټولګډوني او ولسي حکومت د جوړولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د بشري حقونو د شورا له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د ټولو ادعا شویو قضیو د څېړلو لپاره د یو خپلواک څېړنیز میکانیزم رامنځته کول، په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید رسميت پېژندنه او له نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو مخنیوی بیا د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه او د هغه د ډلې نورې غوښتنې دي.
د بشري حقونو شورا د ویناپاڼې له مخې، د هېواد ملي راپور ترڅنګ به نور اسناد لکه د بشري حقونو خپلواکو ډلو او کارپوهانو راپور او د افغانستان په اړه د بشري حقونو بنسټونو او مدني ټولنو معلومات به په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت ارزولو بنسټ وي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۵مه غونډه پروسږکال په کب میاشت کې جوړه شوې وه چې هلته هم په افغانستان کې بشري حقونو ته په درناوي او ټولګډوني حکومت پر جوړېدو ټينګار شوی و.