پر بشري حقونو د څار بنسټ: د المپیک نړیواله کمېټه دې د افغانستان غړیتوب وځنډوي

۸صبح، کابل: پر بشري حقونو د څار بنسټ د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتي ترڅو په دغه کمېټه کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان غړیتوب وځنډوي.

دغه سازمان دوشنبه ناوخته د لیندۍ پر ۱۴ ویلي، چې د المپیک په نړیواله کمېټه کې د افغانستان غړیتوب باید تر هغې ودرول شوي، چې طالبان په دغه هېواد کې ښځو او نجونو ته د ورزش اجازه ورکړي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د نړیوالو نوښتونو مدیرې مینکي ورډن ویلي: «پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې زرګونه ښځې او نجونې د ورزښ له حق څخه بې برخې شوې دي. د المپیک نړیواله کمېټه باید په راتلونکې یوه ورځ کې طالبان له دغې کمېټې وباسي، د هغوی غړیتوب لغو کړي او خپلې مالي مرستې ورسره ودروي.»

پر بشري حقونو د څار بنسټ په وینا افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د ورزش منع کول، له نړیوالو قوانینو او همداراز د المپیک له منشور څخه سرغړونه ده، چې په ورزش کې د تبعیض نشتون اړین کوي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د المپیک له نړیوالې کمېټې (IOC) غوښتي، چې دا پرېکړه دې د خپل اجرایي پلاوي په بله ناسته کې، چې نن د ډسمبر پر شپږمه د سویس په لوزان کې ترسره کېږي، ونیسي.

له دې مخکې د المپیک نړیوالې کمېټې د ۱۹۹۹ په اکټوبر کې د طالبانو له خوا په ورزشي لوبو کې د ښځو د ګډون د منع کېدو له امله د افغانستان د المپیک ملي کمېټې غړیتوب تر ۲۰۰۳ کال پورې ځنډولی و.

ورته لیکنې

Back to top button