په داسې حال کې چې په امریکا کې د ټاکنو کمپاینونه روان دي، پخوانی ولسمشر او د امریکا د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ د محرمو دولتي اسنادو د ناقانونه ساتلو په ګډون له بېلابېلو تورونو سره مخ دی.
د اسوشیټېډپرېس د راپور پر بنسټ، د متحده ایالاتو فدرالي څارنوالانو پنجشنبه، د فبرورۍ پر ۲۹مه په فلوریډا کې له یوې محکمې غوښتي چې ټرمپ د روان کال د جولای په ۸مه محکمې ته حاضر کړي.
ورته مهال، د امريکا د پخواني ولسمشر مدافع وکيلان وايي چې بايد سږ کال محاکمه ترسره شي؛ خو د بديل په توګه يې د روان کال اګسټ ١٢مه وړانديز کړې ده.
د ټرمپ محاکمه د مۍ په ۲۰مه ټاکل شوې؛ خو د فلوریډا قاضي ایلین کانن غواړي چې پر دې نېټې بیاکتنه وکړي.
ټرمپ د پورن پر یوې ستورې د تېري او د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو ګډوډۍ په ګډون د محاکمې له څلورو بېلابېلو قضیو سره مخ دی.
د امریکا د ۲۰۲۴ کال له ټاکنو مخکې د ټرمپ د محکمې لپاره د څارنوالانو ټینګار ځکه شوی چې که هغه یې وګټي، کولای شي د دغه هېواد د عدلیې وزارت ته امر وکړي چې د ده پر ضد فدرالي قضیې لغوه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د نیویارک په ایالت کې یوه محکمه د مارچ پر ۲۵مه د پورن پر یوې ستورې د تېري په قضیه کې محاکمه کوي.