۸صبح، کابل: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې امریکا له ترهګرۍ سره په جګړه کې زیات ترهګر روزلي دي.
نوموړي یکشبنه د سلواغې پر ۲۴ له سيانان سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې اسلاماباد په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر مهال د یوې «کلا» بڼه لرله.
عمران خان په دې مرکه کې ویلي، چې له امریکا څخه د پاکستان تر ملاتړ وروسته په دغه هېواد کې ۸۰ زره کسان وژل شوي دي.
نوموړي ویلي، چې امریکا دې شپنیو بریدونو او سیاست ته بیاکتنه وکړي.
د عمران خان په خبره، امریکايانو ته ویل کېږي، چې د بې پیلوټه الوتکو هوايي بریدونه کره دي او ترهګر په نښه کوي؛ خو پر کلیو او عامو خلکو د زیانونو په تړاو جزیات نه ورکول کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې: «زه وېرېږم، چې امریکایان به د دغو بریدونو په پایله کې له رامنځته شویو زیانونو ناخبره نه وي؛ خو موږ دا لوی پېټی وزغامه.»
عمران خان ویلي، چې امریکا د کابل له اوسنیو واکمانونو سره جوړ نه دي؛ خو په دغه هېواد کې ۴۰ میلیونه وګړي اوسېږي.
نوموړي زیاته کړه: «د هغوی نیمايي له ناوړه وضعیت سره مخ دي. په افغانستان کې ژمی ګواښوونکی دی.»
د پاکستان لومړي وزیر ټينګار کړی، چې اوسمهال د اوسنیو چارواکو ځایناستی نشته او باید له هغوی سره کار وشي او وهڅول شي، چې د بشري حقونو او د پراخ بنسټه حکومتي چارو لپاره ځانونه چمتو کړي.
د نوموړي په باور، اوس اوس د مخکې تګ یوازینې لار همدا ده.
عمران خان له سيانان سره په خبرو کې ویلي: «که افغانستان پرېښوول شي، ښايي په دغه هېواد کې بې ثباتي رامنځته شي.»
نوموړي ویلي، په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده.
هغه زیاته کړې: «زموږ لویه هیله دا ده، چې یو باثباته افغانستان په پاکستان کې سوله او ثبات تضمین کړای شي.»
د عمران خان په باور، د افغانستان اوسنی نظام اوس یا وروسته باید په رسمیت وپېژندل شي.