۸صبح، کابل: د پاکستان لومړي وزير په يوه ويډيويي پيغام کې د ملګرو ملتونو ۷۶ عمومي اسمبلې کې ويلي، ډېری لوديځ هېوادونه د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو ته ليوالتيا نه لري. هغه له نړۍ غوښتي، چې د طالبانو له حکومت ملاتړ وکړي، ترڅو افغانستان د ترهګرو ډلو پر پټنځای بدل نه شي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د جمعې پر ورځ د تلې/ميزان پر دويمې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته ويلي، ډېری هېوادونه له دې امله د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو ته ليوالتيا نه لري، چې هغوي د طالبانو حکومت کې د بشري حقونو له نقض په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د نقض، د نورو قومونو، د ښځو او مذهبي اقلیتونو د نه حضور او د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو له لوري د نورو هېوادونو پر ضد د کارونې څخه ويره لري.
نوموړي ټينګار کړی، چې طالبانو د پراخبنسټه حکومت، د بشري حقونو د ساتنې او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له کړنو د مخنيوي ژمنه کړې او نړۍ دې د هغوي له حکومت څخه ملاتړ وکړي.
نوموړي ويلي: «يوازې يوه لار پاتې ده. موږ بايد د افغانانو لپاره دغه حکومت پياوړی او تثبيت کړو.»
د پاکستان لومړي وزير خبرداری ورکړی، که دا کار ونه شي، دغه «جګړه ځپلی» هېواد به نور هم بېثباته او د ترهګرو ډلو پر پټنځای واوړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د روان بشري ناورین د مخنیوي لپاره مرستې او د طالبانو حکومت سره د پراختیایي مرستو پیل اغیزمن دی، تر څو په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنيوی وشي.
خان له نړيوالې ټولنې وغوښتل، تر څو د طالبانو حکومت وهڅوي؛ ځکه د نوموړي په خبره دا کار د ټولو په ګټه دی.
د پاکستان لومړي وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څخه له يوې مياشتې زيات وخت وتلی دی او تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.