۸صبح، کابل: په افغانستان کې د پاکستان لومړي وزير ځانګړي استازي صادق خان ويلي، چې هېواد يې له مڼو پرته د افغانستان له وارداتي ميوو گمرکي تعرفه نه اخلي.
محمد صادق خان په يو ټويټ کې ويلي، له افغانستان څخه پر وارداتي ميوو دغه گمرکي ماليه د شنبې پر ورځ د تلې/ميزان پر دريمه لرې شوې ده.
نوموړي ويلي، دغه کړنه له افغانستان سره د پاکستان د بهرني، جغرافيايي او اقتصادي سياست ښکارندوی دی.
د پاکستان د ګمرکونو ادارې په هغې ليک کې چې د دغه هېواد بندرونو ته لېږل شوی راغلي، چې له مڼو پرته افغانستان څخه له وارداتي ميوو ګمرکي تعرفه وانخيستل شي.
د صادق خان په باور دا به افغان سوداګرو سره خورا مرسته وکړي.