۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپله ۲۰ کلنه لور له وهلو ټکولو وروسته زندۍ کړې ده.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه شپه مهال د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ اړوند په «توغلمست» کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دې ښځې واده کړی و او د خسرګنۍ له شکایت وروسته یې د پلار له لوري وژل شوې ده.
وژل شوی ښځه رمسیه نومېده او دوه کاله وړاندې په «جبري» ډول یو بوډا سړي ته واده شوې وه.
په فاریاب کې طالبانو هم دا پېښه تایید کړې؛ خو د پېښې عامل د نیولو په اړه یې څه ویلي نه دي.
دوشنبه د سلواغې پر ۱۶مه هم د فاریاب په شیرینتګاب ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ په ټوپک وژل شوې ده.
د خپرو شویو راپورونو په حواله، په دغه ولایت کې د وروستۍ یوې اوونۍ په لړ کې لږ تر لږه درې د ځانوژنې او د ښځو د وژلو پېښې ثبت شوې دي.