۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت څو اوسېدونکي د جماعت د لمانځه د نه ادا کولو له امله وهلي دي.
د شنبې په ورځ ( کب ۱۶مه) ځايي سرچینو وویل، چې دغه کسان د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو له خوا وهل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه کسان په داسې حال کې ووهل شول، چې د لمانځه وروسته تازه له جومات څخه راستانه شوي وو.
طالبانو د دغو کسانو تر وهلو ټکولو وروسته خلکو ته خبرداری ورکړی چې که څوک د جماعت د لمانځه پر مهال جومات ته ولاړ نه شي، نو سزا به ورکړل شي.
په همدې حال کې طالبانو هم د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې هم په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو امر کړی دی.