هندي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د مذهبي مراسمو پرمهال د ټېل ماټېل له کبله ۱۰۵ کسان مړه شوي.
اسوشیټېډپرېس د هند اتراپردېش ایالت یو جګپوړي پولیس شلاب ماتو په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه سهشنبه د جولای پر ۲مه د دغه ایالت د هاتراس سیمې د هندوانو په مذهبي مراسمو کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په پېښه کې ۸۴ کسان ټپيان دي.
په راپور کې راغلي چې په مړو شویو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د راپور له مخې، پېښه له هغې وروسته وشوه چې مذهبي مراسم ختم شول او خلک له سیمې په بېړه د وتلو په لټه وو.
په هند کې د ګڼې ګوڼې پرمهال د دغه ډول پېښو راپورونه له دې وړاندې هم ورکړل شوي دي.