۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې دغې ډلې په کابل ښار کې دوه کسان د «انسانتښتونې» په تور وژلي دي.
په کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې یکشنبه شپه د وري پر ۵مه د دغې ډلې له غړو سره د نښتې په ترڅ کې دوه «انسانتښتوونکي» وژل شوي دي.
ده ادعا کړې چې دغو کسانو د طالبانو پر ګزمې ډزې کړې دي.
طالبانو د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې طالبان وار وار د بشري حقونو د يو شمېر بنسټونو له لوري د «غلو او انسانتښتوونکو» تر نامه لاندې د خپلو پوځي مخالفانو او ملکيانو پر وژلو تورن شوي دي.
دغې ډلې څه موده وړاندې په چاريکار ښار کې د «فوټبال دوه ځوان لوبغاړي» هم د انسانتښتونې په تور پر ډزو ووژل.