۲-۴ حوثیان
له لنډې وقفې وروسته، د حوثیانو نوم یو ځل بیا ډېر اورېدل کیږي، ځکه چې هغوی د فلسطینیانو په ملاتړ په سره سمندر کې د بېړیو تګ راتګ ګډوډ کړی دی. دا ډله د یوه سیاسي، پوځي او مذهبي غورځنګ په توګه د ۹۰ لسیزې په پیل کې د یمن په صعده ښار کې راڅرګنده شوه. که څه هم حوثيانو له ۹۰ لسیزې وړاندې د یمن په ټولنه کې فعالیت درلود، خو تر ډېره یې د دیني زده کړو پر برخې تمرکز درلود. دغه ډله ځان د یمن د زیديه شیعه ګانو استازی ګڼي. حوثيان په یمن کې د سعودي د وهابیت د پراخېدو پر وړاندې د زیدي شیعه ګانو د حقوقو د خوندیتوب لپاره میدان ته راوتلي دي. د حوثي غورځنګ بنسټګر د سید حسین بدرالدین الحوثي په نوم یو کس دی چې د حوثیانو نوم د هغه د نوم له وروستاړي اخیستل شوی دی. حوثيان ځانونه «انصارالله» هم بولي، چې تر ډېره په ایران کې په همدې نوم یادیږي.
حوثيانو په لومړي ځل په ۲۰۰۴ کال کې د علي عبدالله صالح په مشرۍ د یمن له حکومت سره جګړه وکړه، ځکه دوی هغه د لویدیځ پلوی باله. د یمن پوځ په اسانۍ سره حوثیان وځپل او بدرالدین حوثي چې د دوی بنسټګر او مشر و، ووژل شو. له هغې وروسته د امریکا ضد شعارونو د حوثیانو په ادبیاتو کې ځای پیدا کړ، چې تر اوسه پورې ساتل شوي دي. په ۲۰۱۱ کال کې چې کله عرب پسرلی پیل شو، یمن ته هم ورسېد. حوثيانو چې د فرصت په لټه کې وو، نارضایتۍ ته ببوزی وواهه، تر دې چې علي عبدالله صالح د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې له واکه لېرې شو او خپل ځای یې خپل مرستیال ته چې منصور هادي نومېږي، وسپاره.
حوثیان چې د حالاتو له بې ثباتۍ خبر وو، له منصور هادي سره کړي اتحاد ته ژمن پاتې نه شوو او د هغه پر ضد یې بلوا وکړه او دا ځل د یمن د پلازمېنې صنعا تر نیولو پورې مخته ولاړل. هغوی د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ هم ونیوله. منصور هادي د دې پر ځای چې په یمن کې پاتې شي او د حوثیانو پر وړاندې مقاومت وکړي، سعودي عربستان ته پناه یوړه. تر هغې وروسته چې حوثيانو د منصور هادي د حکومت پر ضد پاڅون وکړ، پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح هم یمن ته راغی او له حوثیانو سره یې د حکومت پر ضد د دوستۍ تړون وکړ. له عبدالله صالح سره د انصارالله اتحاد هم لنډمهالی و او تر هغې وروسته چې هغه اعلان وکړ، چې د سعودي په مشرۍ له پوځي ایتلاف سره یو ځای کېدلای شي، د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې د حوثي جنګیالیو لخوا ووژل شو.
سعودي عربستان د منصور هادي د حکومت په ملاتړ له متحده عربي اماراتو او بحرین سره پوځي ټلواله جوړه کړه او د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې یې له حوثیانو سره جګړه پیل کړه. دغې جګړه چې اووه کاله یې دوام وکړ په سلګونو زره کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او یمن یې له قحطۍ او لوږې سره مخ کړ. د عربو پوځي ټلواله نه یوازې دا چې حوثيانو په ځپلو کې پاتې راغله، بلکې د دغې ډلې د حاکمیت او پوځي ځواک ساحه پراخه او زیاته شوه، هغوی د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په جوړولو او کارولو کې ډیر ماهر شول او د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په مټ یې د ریاض او ابوظبۍ خاوره یې په نښه کړه. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۹ په سپتمبر کې حوثيانو په سعودي عربستان کې د ارامکو د تیلو تاسیسات د بې پیلوټه الوتکې په برید سره په نښه کړل؛ هغه برید چې غیر ناڅاپی و او لوی زیان یې واړاوه. په همدې ډول د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د ابوظبۍ هوايي ډګر او د تېلو د پر یوه چاڼځای د توغندیو برید وشو، چې په پایله کې یې د پام وړ زیان واوښت.
د ریاض او تهران تر منځ د اړیکو له عادي کېدو وروسته په یمن کې جګړه هم کمه شوې ده، که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ د دایمي اوربند تړون نه دی لاسلیک شوی. په دې ورځو کې د حوثيانو او عربي پوځي ټلوالې تر منځ ګرمه جګړه نه ده شوې او دواړو خواوو د عمان په منځګړتوب په پرلپسې ډول خبرو ته دوام ورکړی دی. د اوس لپاره د یمن پلازمینه د انصارالله په ولکه کې ده، چې د ایران حکومت یې د یمن د حکومت په توګه په رسمیت پیژني. د منصور هادي حکومت د یمن په جنوبي ښار عدن کې دی چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پیژندل کیږي. البته هغه د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې په ریاض کې له ولسمشرۍ استعفا وکړه او واک یې اته کسیزې شورا ته وسپاره چې مشري یې راشد محمد العلیمي کوي. د دې شورا او حوثیانو ترمنځ خبرې روانې دي او تر اوسه د سولې لامل نه دي شوي.
که څه هم حوثيان شیعه ډله ده، خو د ایران اسلامي جمهوریت ته د حزب الله په څیر محبوبه نه ده، هغه هم په څو دلایلو:
لومړی، د امریکا په وړاندې د حوثیانو چلند لزوماً هغه ډول نه دی چې د ایران اسلامي جمهوریت یې غواړي. دا ډله د یمن له پولو بهر لږ فعاله ده. ان په سیمه کې یې پر امریکايي پوځیانو هم برید نه دی کړی. د حوثیانو پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ او جو بایډن د ادارې دریځ په دې برخه کې روښانه بیلګه ده، داسې چې لومړني په تور نوملړ کې شامل کړل او دویم یې بېرته لېرې کړل. که له ټرمپ پرته بل څوک په واک کې وای، د یمن انصارالله به ان څو کاله هم د امریکا په تور نوملړ کې نه وای. په داسې حال کې چې د ایران نور نیابتي ځواکونه تل د امریکا په تور نوملړ کې پاتي شوي دي.
دویم، د اسرائیلو د له منځه وړلو شعار چې د ایران اسلامي جمهوریت ته مطلوب دی، اصلاً د حوثیانو په منشور کې ځای نه لري. دغه ډله تر اوسه له اسراييلو سره کومه ځانګړې شخړه نه لري او هڅه کوي چې د يمن پر کورنيو ستونزو بوخته وي. خو د تېر کال د اکتوبر له اوومې وروسته يې اعلان وکړ چې په سره سمندر کې به د فلسطينيانو د ملاتړ لپاره اسراييلي بېړۍ په نښه کړي، چې دا کار يې وکړ. د حوثيانو شتوالی د حزب الله او د نورو وسله والو ډلو په څېر د اسرائیلو له شتوالي او هغه څه سره چې دغه هیواد یې د فلسطینیانو پر ضد کوي، کوم تړاو نه لري. که حوثیان کله کله د اسرایلو پر ضد د دښمنۍ غږ پورته کوي، دا کار یوازې په دې ډله باندې د اسلامي جمهوریت د نفوذ له امله دی، نه د بل څه له امله. حوثیانو یوازې هغه هیوادونه په نښه کړي چې دوی ورسره ستونزې لري: سعودي عربستان او متحده عربي امارات.
درېیم، حوثيان چې ځانونه د زیدي شیعه ګانو استازي بولي، د یمن د ټولنې یوه مهمه برخه تشکیلوي او له همدې امله د یمن لویه برخه او ان د پلازمینه یې په واک کې ده. دغه ډله چې ځان د یمن د حکومت خاونده بولي، غوره ګڼي چې یوه دولت ته ورته چلند وکړي نه یوې نیابتي ډلې ته ورته، چې البته د روان کړکېچ له امله د ډلې له اډانې نه ده راوتلې، که یوه ورځ د یمن کشاله حل شي، راتلونکی حکومت به د حوثیانو له حضور پرته جوړ نشي.
څلورم، د ایران اسلامي جمهوریت د لبنان د حزب الله او عراقي ډلو په څېر د سیاسي-پوځي ډلې په توګه د حوثیانو په راڅرګندېدو کې لوی رول نه لري. زیدي شیعه ګان له څو پیړیو راهیسې د یمن په شمالي برخه کې حضور لري او له سیمه ییزې خپلواکۍ یې ګټه پورته کړې ده. له همدې امله، د نورو نیابتي ډلو په پرتله، د ایران د اسلامي جمهوریت لږ اطاعت کوي. تهران هم په هغې کچه د حوثیانو ملاتړ نه کوي تبلیغ یې کیږي. د بېلګې په توګه، د ایران اسلامي جمهوریت په سوریه کې د بشار الاسد د پایښت د کړو لګښتونو نیمایي برخه هم د حوثیانو د پایښت لپاره نه ده لګولې. البته چې له پرمختللو توغندیو، راکټونو او بې پیلوټه الوتکو سره د حوثي ملیشو اشنایي د سپاه پاسدران د ملاتړ پایله ده.
۵-۲ د عراق اسلامي مقاومت
په عراق کې د ایران نیابتي ډلې د «عراق د اسلامي مقاومت» په نوم راټولې شوې دي. دغه ډلې تر ډېره د صدام حسین په مشرۍ د عراق د حکومت له نسکوریدو وروسته راڅرګندې شوې. البته، په عراق کې د امریکایی پوځیانو حضور د نیابتي ځواکونو د زیږون بهیر ګړندی کړی څو د هغوی لپاره فضا تنګه کړي. د عراقي ملېشو شمېر ډېر دی، خو لاندې هڅه کیږي چې څو هغو ته نغوته وشي:
د کتایب حزب الله ډله
دغه عراقۍ ډله په ۲۰۰۷ کال کې د عراق په الاماره ښار کې جوړه شوه او د لبنان د حزب الله له خوا یې هم ملاتړ کیږي. دغه راز د ولایت فقیهې له مفکورې سخته اغېزمنه ده؛ هغه مفکوره چې د ایران د اسلامي جمهوریت چت پرې ولاړ دی. دا ډله درې موخې تعقیبوي: په عراق کې د غیر شیعه حکومت د جوړېدو مخنیوی، په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو د حضور پای ته رسول او د اسراییلو له منځه وړل. د کتایب حزب الله ډله یوازې د اسلامي جمهوریت په اشاره سرخوځوي، ځکه چې د هغه له لوري یې هر اړخیز ملاتړ کیږي. البته، له غولوونکو عملیاتو پرته؛ د کوم د پاموړ کار نشي کولای، ځکه چې د حزب الله، حوثیانو او حماس په څېر پوځي ځواک نه لري. دا ډله د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد د حکومت په دفاع کې فعاله پاتې شوې ده.
د احمد محسن فراج الحمیداوي په نوم یو کس د کتایب حزب الله مشر دی. البته، ابو مهدي المهندس چې په عراق کې یوه مشهوره څېره ده، هم د دې ډلې له بنسټګرو دی؛ هغه کس چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک له قومندان قاسم سلیماني سره د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د اسراييلو پر خاوره د حماس له بريد وروسته د کتایب حزب الله ډله نوره هم فعاله شوي، چې لامل یې له فلسطينيانو ملاتړ بلل کیږي. دغې ډلې په سیمه کې د امریکا پر اډو ځکه پرلپسې بریدونه کړي چې په باور یې د اسراییلو له ملاتړه لاس واخلي. د امریکايي پوځیانو پر ضد د دغې ډلې د بې پيلوته الوتکې تر ټولو مهم برید د اردن په شمال ختیځ کې د سوریې پولې ته نږدې د «دوه ویشتم برج» په نوم پر یوې پوځي اډې برید و، چې له امله یې درې تنه ووژل شول او شاوخوا څلوېښت نور ټپیان شول. د دغه برید په ځواب کې د جو بایډن ادارې په سوریې او عراق کې ایران ته د وفادارو ډلو مرکزونه په نښه کړل، چې ظاهرا د مرګ ژوبلې لامل شول. کتایب حزب الله ډله د امریکا په تور نوملړ کې ده.
۲-۵-۲ د النجبا غورځنګ
دا ډله په ۲۰۰۴ کال کې په عراق کې جوړه شوه، خو موجودیت او فعالیت یې په ۲۰۱۳ کال کې علني او رسمي شو. د اکرم الکعبي په نوم یو څوک د دې غورځنګ مشري کوي او د ولایت فقیه مفکورې ته ځانګړی لیوالتیا لري. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۵ کال کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې هغه د ایران له اسلامي جمهوریته خپل کلک اطاعت په دې ډول څرګند کړ: «زه د علي خامنه اي د هر حکم پیروي کوم، ان که دا حکم د عراق د حکومت د نسکورولو یا په بهرنیو جګړو کې د ګډون لپاره وي. ». دا ډله په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په تور نوملړ کې شامله شوه. د دې ډلې رول د سوریې په کورنۍ جګړې او وروسته په هغه هېواد کې د داعش پر ضد جګړه کې مهم و. له همدې امله، اسلامي جمهوریت النجبا او نور نیابتي ځواکونه «د حرم د مدافعینو» په توګه یادوي. دا ډله اوسمهال په سوریه کې پوځي حضور لري او د امریکا پر پوځي اډو په بریدونو کې یې هم رول لرلی دی. د تېر کال د اکټوبر له اوومې وروسته د النجبا نوم هم د کتایب حزب الله په څېر ډېر واورېدل شو، ځکه چې د غزې له اوسېدونکو سره یې د خواخوږۍ له امله د سوريې له خاورې د اسرائيلو ايلات بندر په توغندیز بريد کې په نښه کړ. هغه برید چې د اسراییلو له غبرګون سره مخ شو.
۳–۵–۲ د بدر سازمان
دا عراقۍ ډله د ۸۰ لسیزې په لومړیو کې د ایران په خاوره کې جوړه شوه. د بدر سازمان له شیعه عراقیانو جوړ دی چې د صدام حسین له رژیم تښتیدلي او په ایران کې یې پناه اخیستې ده. ان ایران په هغه وخت کې له عراق سره په جګړه کې له بدر سازمانه ډیره ګټه پورته کړه. د هادي العاماري په نوم یو څوک د دې ډلې عمومي منشي دی. امیري د نوري المالکي په مشرۍ د عراق په حکومت کې په یوه وزارت کې د وزیر په توګه کار کړی دی. دغه سازمان د ایران د تر ټولو پیاوړي نیابتي ځواک په توګه په عراق کې د داعش پر وړاندې په جګړه کې مهم رول لوبولی دی. د هغه لومړني غړي د امام خمیني فدایان وو. د دې ډلې لومړی نوم «سپاه بدر» و، چې وروسته « د پرمختګ لپاره د بدر سازمان» ته بدل شو.
په سیمه او په تېره بیا په عراق کې د اسلامي دولت د نیابتي ځواکونو شمېر زیات دی، چې ځينو ته یې پورته نغوته وشوه. د بېلګې په توګه، د عصایب اهلالحق و سیدالشهدا په څېر ډلې هم په عراق کې موجودې او فعالې دي. د فاطمیون لښکر چې په سوریه کې له داعش سره د مبارزې لپاره جوړ شوی، اوس خپل پخوانی اهمیت نه لري. یا زینبیون لښکر چې د پاکستان له شیعه ګانو په سوریه کې له داعش سره د مبارزې لپاره جوړ شوی، له څه مودې راهیسې یې ډېر نوم نه اخیستل کیږي.
نیابتي ځواکونه که هغه کمزوري وي او که پیاوړي، تر یوه بریده د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت سرچینه ده، ځکه صحنې ته له ننوتو پرته یې د هغوی په مټ د سیالانو ګټو ته زیان رسولی دی. د بېلګې په توګه، یوازې څو ورځې وړاندې فایننشل ټایمز راپور ورکړ، چې امریکا او ایران د عمان په پلازمینه مسقط کې پټه ناسته لرلې چې واشنګټن له تهرانه غوښتي چې په سره سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو د بریدونو د درېدو په برخه کې مرسته وکړي. په داسې حال کې چې امریکا او بریتانیا په وار وار په یمن کې د حوثيانو مرکزونه په نښه کړي، خو د دې ډلې مخه یې نه ده نیولې.