۸صبح، ننګرهار: ځايي سرچینې په ننګرهار ولایت کې د یوې مېرمنې د ځانوژنې خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دې مېرمنې یکشنبه د وري پر ۵مه په اچین ولسوالۍ کې له یوه غره څخه ځان غورځولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
سرچينه د دې مېرمنې د ځانوژنې لامل «اقتصادي ستونزې» په ګوته کوي.
د سرچینې په وینا، دې ښځې له خپل خاوند او پنځو ماشومانو سره درې ورځې په «لوږه» کې تېرې کړې وې.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې د واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د بېوزلۍ له کبله د هېوادوالو د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.