۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال بنسټ خبر ورکړی چې په ټول هېواد کې یې د ښځو لپاره د خیاطۍ روزنیز پروګرامونه پیل کړي دي.
ډبیلواېفپي دوشنبه د وري پر ۶مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو لپاره د «اقتصادي فرصتونو» له کمښت سره سم شوې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام د دغو روزنیزو پروګرامونو د پیلېدو موخه په هېواد کې د ښځو پر ځان بسیاینه بللې ده.
اوس مهال طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو او ښځې له کاره محرومې کړې دي.
دغې ډلې په تېرو دوهنیمو کلونو کې د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي په هکله د نړۍوالو غوښتنو سره سره نه یوازې دا بندیزونه لېرې نه کړل؛ بلکې لا یې پسې سخت کړل.
د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د مرستو او بېوزلۍ له انحصاره د هېواد خلاصون لپاره باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه بدل شي.
د هغې په وينا، افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سختو مجازاتو له کبله هر کال تر يو ميليارد زیات ډالر له لاسه ورکوي.