په نیمروز کې طالبانو د لسو میاشتو لپاره د تریاکو پر پلور مالیه لغوه کړه

۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې باوري سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تریاکو قاچاق کوونکو ته لس میاشتې وخت ورکړی چې خپل ترياک وپلوري او له افغانستانه یې وباسي.
سرچينې د پنجشنبې په ورځ د وري په ۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې طالبانو پر لس مياشتني ضرب الاجل سربېره، په نيمروز ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي د ماليې او ګمرکي محصول له ورکړې هم معاف کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو په نيمروز کې د ترياکو قاچاق کوونکو ته ويلي، چې له ورکړل شوي ضرب الاجل وروسته به پرېکړه وشي چې د نشه يي توکو قاچاق په بشپړ ډول بندېږي او که نه.
۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلي معلومات ښيي، چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، په نيمروز کې له یو کیلو ګرام ترياکو نه ۶۰۰ افغانۍ مالیه اخیسته او اجازه یې ورکوله، چې ترياک د دغه ولایت د پولو له لارې بهر ته قاچاق شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستۍ يوې مياشت کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر د افغانستان د سوېلي ولايتونو په بازارونو کې د تریاکو پر پېر او پلور بنديز لګول شوى دى.