دوه ورځې وروسته له هغې چې ایران د پاکستان پر هدفونو راکېټي بریدونه وکړل او اسلاماباد یې په ځواب کې د سراوان پر اوو ځایونو راکېټونه وتوغول، اوس پاکستان د خپلې ملي امنیت کمېټې په ناسته کې پر دې موضوع بحث کوي.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د دې کمېټې ناسته به د جمعې ورځ، جنورۍ په ۱۹مه د پاکستان د موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ په مشرۍ جوړه شي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیشالعدل پر مرکزونو د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته کاکړ د داووس اقتصادي ناسته نیمه کې پرېښوده او بېرته اسلام اباد ته ستون شوی دی.
د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې په ناسته کې به د پاکستان جګپوړي پوځي چارواکي او د موقت حکومت د کابینې غړي ګډون وکړي.
په ورته وخت کې د يادې کمېټې د ناستې په اړه او د وروستيو پېښو چې پر څه به پرېکړه وشي، جزئيات نه دي ورکړل شوي.
ایران د چهارشنبې ورځ پر یوه سرحدي کلي چې وروسته یې خبر ورکړ چې د جیشالعدل غړي یې په نښه کړي، برید وکړ.
د دغه برید په پایله کې لږترلږه دوه ماشومان او درې ښځې ټپیانې شوې دي.
له هغې یوه ورځ وروسته د همدې اونۍ د پنجشنبې ورځ اسلاماباد په غچ اخیستونکي اقدام کې د ایران په سراوان سیمه کې ځینې هدفونه په نښه کړل او اعلان یې وکړ چې په دغه سیمه کې یې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دوو ګاونډيو هېوادونو دغو متقابلو بريدونو د ځينو هېوادونو غبرګونونه راوپارول. امریکا، روسیې، ترکیې اندېښنه څرګنده کړې او چین د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی.
له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼې د یوه پوسټ په خپرولو سره دواړو لورو ته د زغم بلنه ورکړې ده.