ځیني سیاسي خوځښتونه چې په جلاوطنۍ کې جوړ شوي، د پایداره سولې او سیاسي رسالت په پار د چارو له کارپوهانو سره غونډې جوړوي. په دې ډله کې د افغان اتباعو ګوند د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د «اغېزناک سیاسي نظام او پایداره سولې» په اړه یوه غونډه رابللې وه.
جلاوطنه د افغان اتباعو ګوند د پاریس په ژیوپولیتټک مرکز کې د پخواني حکومت چارواکو او کارپوهانو په ګډون یوه غونډه جوړه کړې وه. د دغې غونډې تنظیموونکو ویلي چې پایداره سوله د افغانانو بنسټیزه غوښتنه ده. د دغه ګوند په خبره، د یو معقول او اغېزناک سیاسي نظام پرته به په افغانستان کې پایداره سوله ټينګه نه شي.
نوموړي ګوند ویلي چې په دې غونډه کې یو شمېر سیاسي، نړیوالو او ملي اکاډمیکو څېرو، د پخواني حکومت چارواکو، د پخواني پارلمان غړو، سیاسي ګوندونو، د ښځينه حقونو او مدني ټولنې غړو برخه اخیستې وه او د خبرو اترو بنسټيزه موضوع یې په افغانستان کې اغېزناک سیاسي نظام او پایدارې سولې د رامنځته کېدو پر څرنګوالي ورټوله وه.
د افغان اتباعو ګوند رییس ذاکر حسین ارشاد د یو اغېزناک سیاسي نظام پر ماهیت او تلپاتې سولې پر ټينګښت، د چلن بڼو او د اتباعو متمرکزو اصولو ته په پام وینا کړې ده.
په دې غونډه کې په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري، د پخواني حکومت د لوړو زدهکړو وزیر عباس بصیر، د ترکیې د پوهنتون استادې عالیې یلماز، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړي ضیا اریانژاد، د افغان ډيپلوماتانو شبکې استازې نګاره میرداد او ځينو نورو څېرو د ولسواکۍ او بشري حقونو اصولو ته په کتو په افغانستان کې د اغېزناک سیاسي نظام او پایداره سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
په غونډه کې ډېری ویناوالو د واک پر نامتمرکز کولو، ټولنیز عدالت په ټينګښت، د هر ډول جنسي، توکمیز او مذهبي نابرابرۍ پر مخنیوي ټينګار کړی دی. ویناوالو ویلي چې د کثرتګرایۍ او تنوع رسمیت پېژندل به په افغانستان کې د خلکو واکمني او ولسواکي پیاوړې کړي.
د دغې غونډې د خبرو اترو یوه بله برخه بیا د فډرالي نظام په رامنځته کولو ورټولې وې. د غونډې ګډونوالو ویل چې له مرکز څخه ولایتونو او ولسوالیو ته د واک عادلانه وېش به په واک کې د خلکو ونډه ډېره کړي.
په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري د سیاسي واک پر وېش ټينګار کړی دی. د هغې په خبره، ښايي پارلماني نظام د واک وېش او د خلکو مشارکت ته لار هواره کړي. نوموړې د شخړو پر حل، د جګړې پر کمېدو او سیاسي کړکېچونو هم خبرې کړې دي.
دغه راز د پخواني حکومت د لوړو زدهکړو وزیر عباس بصیر بیا د اغېزناک سیاسي نظام لپاره د قومونو او سیاسي ډلو ټپلو معناداره او پراخ حضور مهم بللی. د نوموړي په باور، فډرالیزم د واک د وېش په رامنځته کولو، د سیمهییزو حقونو او وړتیاوو په ساتلو او د شخړو او کړکېچونو په اداره کولو سره د یوه باثباته ولسواک نظام په رامنځته کېدا کې مرسته کوي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د جمهوریت پر مهال اساسي او نور نافذه قوانین لغو شوې دي. طالبانو د ټولو سیاسي او مدني ګوندونو پر فعالیت بندیز لګولی دی.