د هېواد ځينې اوسېدونکي د مرموزو وژنو له زیاتوالي اندېښمن دي. هغوی وايي ډېری دا ډول وژنې د «ناپېژانده وسلهوالو» په نوم کسانو له لوري کېږي. له بلې خوا د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې یوازې تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې له ۱۲ ډېر کسان وژل شوي دي. د وژل شویو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي. د سیاسي چارو کارپوهان بیا طالبان په دې پېښو کې تورنوي. هغوی وايي طالبان د غچاخیستنې په نوم په «عمدي یا غېرعمدي» توګه خپل مخالفان وژني. د دوی په باور، نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې له مرموزو وژنو «باخبره» ده؛ خو «خوله» نه پرانېزي. هغوی خبرداری ورکوي چې که دا لړۍ دوام مومي، خلک به د طالبانو پر وړاندې په «ملي پاڅون» لاس پورې کړي. ورته مهال، د هېواد ځيني اوسېدونکي بیا د دا ډول وژنو د درېدو او له نړیوالو عدلي او قضايي بنسټونو د دې پېښو د عاملانو د محاکمه کېدو غوښتنه کوي.
د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې یوازې د سلواغې پر ۵مه د پنجشنبې له ورځې راهیسې، نږدې ۱۲ مرموزې وژنې په تخار، هرات، هلمند، بادغیس او بلخ کې شوې دي. دا شمېرې له رسنیو راټولې شوې او ښايي له دې زیاتې هم وي.
لومړۍ پېښه پنجشنبه د سلواغې پر ۵مه شوې چې د هرات ښار د «باغ دشت» په سیمه کې د یو ښوونکي مړی له درې ورځو ورکېدو وروسته وموندل شو. دا ښوونکی جمعهګل نومېده او د هرات ښار په کابل دروازه کې د کابلبانک له څانګې تر معاش اخیستو وروسته ورک شوی و.
په دویمه پېښه کې له تخاره سیمهییزې سرچینې وايي، د یو درې کلن ماشوم مړی چې په مرموز ډول وژل شوی و، مړی یې شنبه د سلواغې پر ۷مه، د دغه ولایت د اشکمش ولسوالۍ په «پشه» کلي کې موندل شوی دی. د سرچینو په خبره، دا ماشوم له وهلو ټکولو وروسته زندۍ شوې چې ځای پرځای شوی دی. د دغه ماشوم مړی له پنځو ورځو ورکېدو وروسته موندل شوی دی.
ورته مهال، د «سړي تښتونکو» په نوم کسانو د یکشنبې پر ورځ په هرات کې له هغې وروسته چې د یو قومي مشر په تښتولو بریالي نه شول، نوموړی یې په غوریان ولسوالۍ کې د «روزنک» کلي اړوند سیمه کې وواژه. دا قومي مشر «ارباب عبدالسلام» نومېده او ۵۰ کلن و.
پر دې سربېره، په هلمند کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده کسانو په دغه ولایت کې یو ۳۰ کلن سړی په دار ځړولی دی. سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه د هلمند د مارجې ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده. سرچینې زیاتوي چې دا کس د یوې مدرسې د خونې په چت کې راځوړند شوی و. د دې پېښې انګېزه او څرنګوالی روښانه نه دی.
پنځمه پېښه هم په هلمند کې شوې ده. «ناپېژانده وسلهوالو» په هلمند کې پر یو کور برید کړی چې له کبله یې یوه درې کلنې نجلې وژل شوې او پلار یې ټپي شوی دی. دا پېښه چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه د هلمند د باباجي ولسوالۍ د «حوز» په کلي کې شوې ده. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا نجلۍ اسما نومېده او په سر په مرمۍ لګېدلې ده. د سرچینو په خبره، له برید وروسته ناپېژانده وسلهوالو له سیمې پښې سپکې کړې دي. تر اوسه د دغه برید لامل روښانه نه دی.
دغه راز، په بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې موټرسایکل سپرو وسلهوالو یو قومي مشر وژلی دی. دا قومي مشر «شرافالدین» نومېده او د قادس ولسوالۍ د «جهان بویه دوستها» کلي د پراختیايي شورا رییس و. د سرچینو په خبره، موټرسایکل سپرو وسلهوالو شرافالدین پنجشنبه د سلواغې پر ۱۲مه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې، په ډزو وژلی دی. دا قومي مشر له یوې میلمستیا د راتګ پر مهال د «ناپېژانده وسلهوالو» تر برید لاندې راغلی دی.
په وروستۍ پېښه کې ناپېژانده وسلهوالو شپه مهال د بلخ مرکز په مزارشریف کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. دا کسان پنجشنبه د سلواغې پر ۱۲مه شپه مهال د مزارشریف ښار د اوومۍ حوزې اړوند د کارتې خراسان په سیمه کې په خپل کور کې وژل شوي دي. د سرچینو په خبره، ناپېژانده وسلهوال شپه مهال د سېدمنورشاه حیدري په نوم د یو کس کور ته ننوتلي، نوموړی، مېرمنه یې، یو زوی او یوه پېغله لور یې په چړو وهلي او ځای پر ځای کړې یې دي. ویل کېږي چې د منورشاه حیدري لور، شکیلا حیدري ډاکټره وه. تر اوسه د دغې کورنۍ د غړو د وژنې انګېزه روښانه نه ده. د دغې کورنۍ خپلوان وايي چې هغوی له چا سره دوښمني نه لرله.
د سیاسي چارو ځينې کارپوهان بیا طالبان په دې ډول پېښو کې په لاس لرلو تورنوي. د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي چې طالبانو په غچاخیستنې لاس پورې کړی او خپل مخالفان وژني.
نوموړی زیاتوي: «له پورته که امر وي یا نه وي، طالبان په غچاخیستنې لاس پورې کوي په عمدي یا غېرعمدي توګه خپل مخالفان وژني. ځکه هر طالب او هرې ډله ځانونه د ملاهبتالله پر ځای بولي. ځکه دا ډول وژنې د طالبانو له لوري کېږي او نړۍ هم چوپتیا غوره کړې ده.»
د نوموړي په باور، نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې له مرموزو وژنو «باخبره» ده؛ خو «خوله» یې چوپه نیولې ده. دا سیاسي کارپوه خبرداری ورکوي که دا لړۍ دوام وکړي، خلک به د طالبانو پر وړاندې په «ملي پاڅون» لاس پورې کړي.
بل سیاسي کارپوه وېس ناصري هم طالبان او دوی پورې تړلي کسان په دې ډول پېښو کې په لاس لرلو تورنوي. د نوموړي په خبره، په هېواد کې د تېرو دوو کالو ټولې مرموزې وژنې د «طالبانو له حلقې بهر» شوې دي.
نوموړی زیاتوي: «طالبان په ټولو مرموزو وژنو کې لاس لري، ځکه تر اوسه یې دې ډول وژنو ته غبرګون نه دی ښودلی. اوسمهال د خلکو د ژوندانه لومړی درجه مسوولین طالبان دي؛ خو تر اوسه یې په دې هکله چوپتیا غوره کړې ده.»
له بلې خوا، د هېواد ځينې اوسېدونکي بیا د دا ډول مرموزو وژنو د درېدو غوښتنه کوي. ندیم فروتن د بلخ اوسېدونکی دی. نوموړی د مرموزو وژنو له زیاتوالي اندېښمن دی. هغه وايي چې تر ډېره دا ډول پېښې له طالبانو سره تړلي خلک کوي.
د بلخ دا اوسېدونکی زیاتوي: «دمګړۍ د طالبانو له غړو پرته نور څوک وسلې نه لري او دا ډول وژنې هم د دوی له لوري کېږي. په بلخ کې خلک نارامه دي او هره ورځ د مرموزې وژنې خبر اورو.»
د پروان اوسېدونکی نثاراحمد حبیبي وايي چې د بشري حقونو مدافع هېوادونه باید د دا ډول پېښو عاملان محاکمه کړي. نوموړی زیاتوي: «که څه هم روښانه ده چې د دې ډول پېښو تر شا څوک لاس لري؛ خو بیا هم هغه هېوادونه چې ځانونه د بشري حقونو مدافعان بولي، باید دې ډول پېښو ته غبرګون ښکاره کړي. طالبان چې اوس په واک کې دي، باید د مسوول په توګه ترې پوښتنې ګروېږنې وشي.»
حبیبي زیاتوي: «ان د لاحې نړیواله محکمه باید په دې اړه لاس په کار شي او د دا ډول پېښو عاملان په خپله سزا ورسوي. یا لږ تر لږه که څه یې په وس نه وي، له طالبانو دې ملاتړ نه کوي.»
د یادونې وړ ده چې د طالبانو په تېره دوه کلنه واکمنۍ کې د «ناپېژانده وسلهوالو» له لوري د ډېرو وژنو راپورونه خپاره شوې دي.
د روان کال په وږي میاشت کې او د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په پوره کېدو، ۸صبح ورځپاڼې راپور ورکړ چې په دې موده کې لږ تر لږه ۵۰ ښځې په کابل، بلخ، هرات، سرپل، کاپیسا، بغلان، کندوز، هلمند، فاریاب او بامیان کې وژل شوې دي.
په وژل شویو ښځو کې، پخوانۍ پوځيانې، ډاکټرانې، د بشري حقونو فعالانې، معترضې مېرمنې، زدهکوونکې او ښوونکې دي.