نړیوالو او د بشري حقونو ځينو بنسټونو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د خپلسرو نیونو پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی دی. د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو له زیاتېدا وروسته، د ملګرو ملتونو لوړپوړو کارپوهانو د ښځو د خپلسرو نیونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د حجاب په پلمه د نجونو او ښځو مجازات کولو ته د پای ټکی کېږدي او نیول شوې ښځې دې له قېدوشرط پرته په سمدستي توګه خوشې کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تېرې یوې میاشتې راهیسې بې له دې چې د نړۍ او افغانانو غوښتنو ته پام وکړي، په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې یې ښځې په خپلسر د دوی د نظروړ حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولي، ربړولي او زنداني کړې دي. د یوناما په خبره، دا نیونې تر ډېره په هزارهتوکمه او تاجکمېشتو سیمو کې شوې دي. د ښځو د نیولو په غبرګون کې د شیعیهګانو د تقلید یوې مرجعې د هزارهتوکمه نجونو او ښځو په خپلسرو نیونو نیوکه کړې ده. پر دې سربېره، یوه سني دیني عالم هم د خلکو پر وړاندې د طالبانو کړنې «ښکاره ظلم» بللی چې د نوموړي دا څرګندونې د ټولنیزو شبکو د کارونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې دي.
د طالبانو له لوري د ښځو د خپلسرو نیونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې هغوی دې له قېدوشرط پرته له بنده خوشې کړي. د دغو کارپوهانو په خبره، له ښځو سره د طالبانو چلن له بشري حقونو او له ښځو سره د هر ډول توپیري چلن د مخنیوي کنوانسیون څخه سرغړاوی دی.
د ملګرو ملتونو په ویناپاڼه کې راغلي: «موږ له طالبانو غواړو د ښځو او نجونو پرضد له هغو ټولو کړنو لاس واخلي چې د دوی ازادي محدودوي او هره ښځه یا نجلۍ چې ښايي له همدې کبله په توقیف کې وي، سمدستي دې خوشې کړي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي: «د هغو مسؤولیتونو سره سم عمل وکړي چې د یوه هېواد په توګه یې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې لري.» دې ډله کې له ښځو سره د هر ډول توپیري چلن د مخنیوي کنوانسیون ته اشاره شوې او ټینګار شوی چې طالبان دې د بشري حقونو او د قانون حاکمیت ملاتړ او د توپيري چلن مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د ویناپاڼې پر بنسټ، د طالبانو د نظروړ حجاب نه په پام کې نیولو په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ د کابل له لوېدیځې څنډې چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره توکمي دي پیل شوه او په چټکۍ بامیان، بغلان، بلخ ، دایکندي او کندوز ته وغځېده.
په بیان کې د توقیف پر مهال د نیولو شویو ښځو او نجونو په اړه راغلي: « دوی ته یوازې یو وخت خواړه ورکړل شوي، ځینې یې وهل شوي، ګواښل شوي او وېرول شوې دي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې: «د نارینهوو په ضمانت د دې مېرمنو او نجونو خوشې کول او نارینهوو ته د ښځو د جامو مسوولیت سپارل له ښځو او نجونو سره د سمبالونکي توپیري چلن دوام دی چې دا په ټولنه کې د مېرمنو او نجونو مقام راټیټوي.»
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ویناپاڼه داسې مهال خپره شوې چې ځينې ښځې او نجونې له نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشې شوي او ځينې نورې یې په ورځو او ان اوونیو کې خوشې شوي او عدالت ته د لاسرسي د نشتوالي له کبله، تر اوسه روښانه نه ده چې څومره شمېر یې لا هم په بند کې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې ویناپاڼه کې ټينګار کړی: «د نیونې دا لړۍ به د ښځو او نجونو ازادي او د وینا ازادي نوره هم محدوده کړې او د هغوی انساني حقونه او واک تر پښو لاندې کوي.»
د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو او له هغوی سره ناوړه چلن، د ځينو سني او شیعه دیني عالمانو د کلک غبرګون د راپارېدو لامل شوی دی. تازه د عبدالشکور په نوم د یو سني دیني عالم څرګندونې د ټولنیزو شبکو د کارونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې دي چې نوموړی په دې څرګندونو کې له خلکو سره د طالبانو پر چلن نیوکه کوي.
دا دیني عالم د کندوز په یو جومات کې وايي چې طالبان په عام محضر کې له خلکو «د دولت په وسلې او جامو» کې په زوره پیسې اخلي. نوموړي د طالبانو دا چاره «ښکاره او تاریخي ظلم» بللی او ټينګار کوي چې دوی خپل نیوکګر نیسي او ربړوي يې او له هغوی اجباري اعتراف اخلي. نوموړی د طالبانو له ربړونې هم پرده پورته کوي او زیاتوي: «طالبان بندیان په بېلابېلو ډولونو وهي ټکوي چې ان بیضې یې هم روغې نه پاتې کېږي.»
هممهاله، د شیعیهګانو د تقلید مرجعې هم په هزارهمېشته سیمو کې د ښځو په خپلسرو نیونو نیوکه کړې ده. دا شیعیه دیني عالم په یوې خپره شوې ويډیو کې ښکاري چې نوموړی د ښځو دا ډول نیونه د خلکو لپاره «ناموسي» بللې او هممهاله یې دا د طالبانو «تېروتنه» بللې ده. نوموړي د طالبانو پر مشر هم نیوکه کړې چې له افغان شیعیه دیني عالمانو سره یې له لیدنې ډډه کړې؛ خو له «یو پاکستاني ملا» سره یې لیدلي دي.
د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیونې په اړه دا نیوکې داسې مهال ډېرې شوي چې له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل یو راپور کې ویلي چې طالبانو «تر ډېره ښځې او نجونې له هزاره مېشتې سیمې او ځينې یې په خېرخانه کې نیولي دي.»
له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو په اړه پراخ غبرګونونه پارېدلي دي؛ خو طالبانو په وار وار ټينګار کړی چې د خپل پام وړ شریعت د اصولو پلي کېدو لپاره به له هېڅ هېواد او ډلې پیروي ونه کړي.
د طالبانو يو شمېر مخالفين د دغه چلن پر وړاندې د خلکو چوپتيا د پوښتنې وړ او د شر عادي کېدل بولي؛ خو ځينو نورو بيا ويلي چې دوی په افغانستان کې خپل ټول منتقدين له وسلهوالو مخالفينو سره د همکارۍ په تور زنداني کوي يا يې وژني چې له همدې کبله خلک نشي کولای پر ضد یې خبرې وکړي.
په دوحه کې د پخواني حکومت د سولې د مذاکراتي ډلې غړي او د دیني چارو څېړونکي محمدامین احمدي په خپله ایکسپاڼه کې د طالبانو د چلن په غبرګون کې لیکلي چې طالبان د زور له لارې پر خلکو واکمن شوي، له همدې امله تل په وېره کې وي او دا وېره پر خلکو د فشار او بېرحمۍ د ډېرېدو لامل شوې ده.
احمدي زیاتوي، د دې لپاره چې خلک د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند د زغم وړ کړي، د شر عادي کېدو ته یې مخه کړې ده؛ خو کله کله دا تولید شوی شر د خلکو له زغمه وځي او پر ناورین اوړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په نژدې دوه نیم کالو کې له عمومي برخو د ښځو د ګوښي کولو، له زدهکړو او کار څخه د هغوی بې برخې کولو سربېره د ښځو په خپلسر نیونو او زنداني کولو ته هم مخه کړې ده. طالبانو دا ښځې د خپل پاموړ حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولې دي. نړیوالې ټولنې په وار وار پر ښځو او نجونو د لګېدلو بندیزونو او محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې؛ خو طالبانو بیا په دې برخه کې هېڅ ډول فشار ته هم غاړه نه ده ایښې.