۸صبح، بادغیس: سیمهییزې سرچینې په بادغیس ولایت کې د یوه ۴۶ کلن سړي د موموزې وژنې خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د دې سړي مړی چهارشنبه د وري پر ۱۵مه د بالامرغاب ولسوالۍ «قبچاق» سیمې د اوبو په یوې څاه کې موندل شوی دی.
دا سړى شپږ ورځې دمخه د بالامرغاب ولسوالۍ له نواباد سيمې څخه نادرکه شوى و.
د سرچينې په خبره، د دې سړي پر بدن د شکنجې نښې ليدل کېږي.
تراوسه پورې د دغې پېښې لامل نه دی روښانه.
طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي.
د وري پر لومړۍ هم په سمنګان کې د یوې ښځې او د هغې د شپږ کلن زوی جسدونه وموندل شول.