۸صبح، غور: د غور ولایت طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې له غره څخه د یوې ډبرې د راغورځېدو له کبله د یوې کورنۍ اووه غړو ژوند بایللی دی.
دا پېښه چهارشنبه د وري پر ۱۵مه شپه مهال شاوخوا ۲:۰۰ بجې د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ په «خرنج وکیل نیاز» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د دې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
چهارسده ولسوالي د غور ولايت يوه له غرنيو ولسواليو څخه ده او وخت ناوخت يې اوسېدونکي د دا ډول پېښو شاهدان وي.
د تېر کال د لیندۍ پر ٢٩مه هم د غور ولايت د دولتيار ولسوالۍ په «لکه مزار» سيمه کې د غره ښويېدو له کبله څلورو کسانو ژوند بایللی و.