د کاپیسا یو شمېر بڼوال د تېر کال په پرتله د جلغوزو په حاصلاتو کې د ۲۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي. دغه بڼوال په هېواد کي د تورو جلغوزو د خرڅلاو د بازار نشتوالي له کبله شکایت کوي او غواړي دغه محصولات د هوایي دهلیز له لارې اروپایي او عربي هېوادونو ته صادر کړي. د دوی په وینا یوازې یو شمیر واړه سوداګر دغه محصول پاکستان ته د قاچاق لپاره پیري. بڼوال د جلغوزو د قاچاق په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره زیاتوي چې دغه محصول په نړیوالو بازارونو کې د پاکستان په نوم پلورل کېږي. نیاز محمد، د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د تورو جلغوزیو یو له بڼوالو څخه دی. هغه چې له خپلو دوو ځوانانو زامنو سره د جلغوزو په راټولو بوخت دی، له ۸ صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وایي: «موږ د دې نادره وچې مېوې له پاره په لږو پیسو سخت کار کوو، خو ثمره یی د سوداګرو او ګاونډيو هېوادونو جېبونو ته اچول کېږي. هر کال واړه سوداګر جلغوزي په لږو پيسو پیري او ګاونډيو هېوادونوته په ځانګړې توګه پاکستان ته يې قاچاق کوي او پاکستان یې د خپلو محصولاتو په نوم نورو هېوادونو ته صادروي.»
دغه کروندګر د پخواني دولت چارواکو او د طالبانو د ځايي چارواکو له خوا د تورو جلغوزیو د قاچاق د مخنيوي پر ژمنو د نيوکې ترڅنګ وايي چې دغه محصول بايد د افغانستان په نوم د هوايي دهلېزونو له لارې د نړۍ بازارونو ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د طالبانو واک ته رسېدو سره سم، د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان د صادراتو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمیرو له مخې ، چې څه موده وړاندې خپرې شوې افغانستان مخکې له دې د هوايي دهلېزونو له لارې تر ۲۵زره ټنو پورې سوداګریز توکي بهر ته صادرول، خو اوس دغه اندازه په کال کې له ۶۰۰۰ ټنو څخه کمه شوې ده.
د دې وچې او نادره مېوې د خرڅلاو له پاره د مناسب بازار نشتوالی یوه بله ننګونه ده چې په کاپیسا کې د جلغوزو بڼوال ورسره مخ دي. د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د تورو جلغوزو يو بل بڼوال جمشيد ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د تېر یو کال په پرتله د دې وچې مېوې بيه د پام وړ کمښت راغلی دی. د هغه په وينا، تېر کال د هېواد په کورنيو بازارونو کې يو من جلغوزي تر ٢٠ زره افغانيو پلورل کېدل، خو سږ کال د پلازمېنې په بازارونو کې د هماغه اندازه محصول بيه له ٦زرو څخه تر ٧زرو افغانيو پورې ده.
جمشيد د هوايي دهلېز له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر سستوالي د نيوکې ترڅنګ زياته کړه: «په تېرو کلونو کې د کاپيسا جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې په کمو ورځو کې متحده عربي اماراتو او چين ته په مناسبه بيه لېږدول کېدل، مګر سږکال، کله چې موږ د هغې د راټولولو په حال کې یو، د هوایی دهلیز هېڅ خبر نشته.» دغه بڼوال غواړي چې اروپايي او عربي هېوادونو ته د جلغوزيو د قانوني لېږد زمينه برابره شي.
بل خوا یو شمېر سوداګر هم د هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان د صادراتو د کموالي په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، چې دا کار د صادراتي توکو د بیو د ټیټېدو لامل شوی دی. خانشیرین د نجراب ولسوالۍ یو سوداګر دی. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې په هېواد کې د صادراتي توکو په ځانګړي ډول وچې مېوې ته بازار نشته او ښايي د تېرو کلونو په پرتله سوداګر له مالي زیان سره مخ شي.
د کاپيسا ولايت د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، پاکستان ته يې د جلغوزو د قاچاق مخه نيولې ده. د کاپیسا ولایت د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي روح الله روحاني له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې اوسمهال د دغه ولایت جلغوزي د ځايي سوداګرو له خوا پلورل کېږي، او کابل ته لیږدول کیږي.
هغه وايي: «په تېرو کلونو کې افغان جلغوزي پاکستان ته قاچاق کېدل، خود تېر کال نه تراوسه مو يې مخه نیولې ده. موږ د کرنې له وزارت سره د بزګرانو او بڼوالو ستونزې شریکې کړې او هغوی ژمنه کړې ده چې د هوايي دهلېز له لارې به د دغه ولایت جلغوزي لیږدوي او دا ستونزه به ژر تر ژره حل شي.»
په کاپيسا کی د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې د جلغوزو په حاصلاتو کې ٢٠ سلنه زياتوالی هم تاییدوي. د دې رياست چارواکي وايي، تېر کال د کاپيسا د جلغوزو حاصلات ٢٨٠ ټنو ته رسېدل، خو سږ کال بڼوالو ٣٣٦ ټنه تور جلغوزي راټول کړي دي. دوی وايي چې د جلغوزو زیاتوالي د اورښتونو له امله دی.
د شته شمیرو پر بنسټ، د کاپيسا په نجراب او اله ساى ولسواليو کې شاوخوا ٣٥٠٠ هکتاره تور جلغوزی کرل شوي دي. کاپيسا د ځنګلونو د ودې او د دې مېوې د حاصلاتو په برخه کې ښه فرصتونه لري او د تورو جلغوزو او چهارمغز څخه ډک غرونه لري. تور جلغوزي په دودیز ډول په کاپیسا کې پروسس کېږي او سوداګر دا محصول له بسته بندۍ پرته پیري. د کاپیسا جلغوزي په سیمه او نړیوالو بازارونو کې خپل ځای او پېرېدونکي لري.