د کندهار د کرني ریاست وايي: «سږکال به د تېر کال په پرتله د انارو حاصلاتو کي تر ۱۰ سلنه زیاتوالی راشي.»
خو د کیفیت له پلوه یې د انارو سږني حاصلات د نورو کلونو په پرتلهټیټ وبلل او زیاته یې کړه چې د انارو په بڼونو کي د ځینو نباتي ناروغیو له امله د انارو کیفیت ټیټ شوی دی.
بل خوا د انارو بڼ لرونکي وايي: «سږ کال د انارو حاصلات ډير دي، خو تراوسه لویو سوداګرود انارو د پېرلو لپاره زړه نه دی ښه کړی؛ځکه تېر کال د حاصلاتو د راټولولو پرمهال، پاکستان د انارو پر صادراتو مالیه لوړه کړه!»
داد کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د انارو بڼ دی چي خاوند یېتېر کال له هغې دوه نیم لکه افغانۍ ترلاسه کړې وې. هغه وایي: «که د پاکستان له لوري مالیه نه وای لوړه شوېڅو برابره زیاتې پیسې به یې د انارو له پلورلو ترلاسه کړې وې.»
د انارو بڼوال سږکال د خپلو حاصلاتو په اړه اندېښمن دي او وایي چې نباتي ناروغیو یې حاصلاتو ته زیان رسولی او هیچا په دې برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې.»
دغه بڼوال زیاتوي: «په تېرو کلونو کې به یې دا وخت خپل حاصلات پلورلي وو او انار به نورو ولایتونو او پاکستان ته صادرېدل، خو سږکال سوداګر د پاکستان له خوا د مالیې د لوړولو له وېرې د انارو پېرلو ته زړه نه ښه کوي.»
اخوا د کندهار د کرنې ریاست وايي: «د تېر کال په پرتله د انارو په حاصلاتو کي ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی، خو د موسمي نباتي آفتونو د مخنیوي لپاره يي د درملو نشتوالی لویه ستونزه ده.»
د کرني ریاست د شمېرو له مخي به سږکال د کندهار د انارو حاصلات ۱۲۸ زره متریکټنو ته ورسېږي. خو د بازار موندنې او پلور په اړه یې اندېښنې پرخپل ځای دی.