هند د دغه هېواد د نوي حکومت د ټاکلو لپاره د خپلو عمومي ټاکنو وروستی پړاو پیل کړی دی.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، په اتو ایالتونو کې شاوخوا ۱۰۰ ملیونه خلکو د شمالي پنجاب، لوېدیځ بنګال، اوډیشا او د بیهار ختیځ ایالتونو په ګډون شنبه د جون پر ۱ د رایې ورکونې په وروستي پړاو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.
نریندرا مودي په دې پړاو کې د رایې ورکونې بهیر د پیلولو پرمهال وویل: «له رایه ورکوونکو غواړو چې په لویه کچه ګډون وکړي او رایه ورکړي. راځئ چې په ګډه خپله ډیموکراسي نوره هم متحرکه او ګډون کوونکې کړو.»
د دې ټاکنو وروستی پړاو سیالي به د پاتې ۵۷ څوکیو پر سر، د مودي د انتخابي حوزو په ګډون په هندو بنارس ښار کې پای ته ورسېږي.
په دغو عمومي ټاکنو کې چې د هندو ملتپال بهارتیا جنتا پارټۍ (BJP) مشر نریندرا مودي غواړي په واک کې پاتې شي، د هغه سیالانو د راهول ګاندي په مشرۍ د «هند ملي پراختیا» تر نامه لاندې د اپوزیسیون ایتلاف جوړ کړی دی.
په دې ټاکنو کې چې د روان کال د اپرېل پر ۱۹ پیل شوې، شاوخوا یو ملیارد هندیانو برخه اخیستې ده، له همدې کبله دا د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل کېږي.
مودي په تېرو ۱۰ کلونو کې پر خپلو لاسته راوړنو تکیه کړې ده، په داسې حال کې چې د اپوزیسیون ایتلاف هغه څه چې د اساسي قانون ژغورنه او د دیکتاتورۍ حکومت پای رسېدل بولي، ټینګار کوي.
په هند کې ټاکنې د تودوخې د لوړېدو له کبله چې تر اوسه یې ۵۷ کسان مړه کړي، اغېزمنې شوې دي.
ټاکل شوې په هند کې د پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه د جون پر ۴مه پیل شي او په پارلمان کې د دوو سیالانو له خوا د ترلاسه شویو څوکیو شمېر وښيي چې ایا مودي او که ګاندي به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هند ولسمشر وي.