د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسون ویلي چې جمهوري غوښتونکي د نیویارک سیمې څارنوال ایلوین براګ استماعیه غونډې ته راوغواړي.
واشنګټن پوسټ یکشنبه د جون پر ۲مه راپور ورکړی د استازو جرګه غواړي د محکمې په حکم کې د سیاسي انګېزې شتوالی چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ مجرم پېژني، وڅېړي.
د استازو جرګې د قضایی څانګې مشر جیم جورډن په یوه لیک کې له الوین براګ او میتیو کولانجلو څخه غوښتي چې سبا (دوشنبه، جون ۱۳مه) په دې هکله د شهادت لپاره د استازو جرګې ته حاضر شي.
مایک جانسن یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي: «موږ لږترلږه هڅه کوو چې ایلوین براګ د جرګې ټاکلې کمېټې ته راوغواړو ترڅو د دې مسئلې په هکله ځواب ورکړي. او دا فرمان نه منونکي څارنوالان دې ثابته کړي چې دا څنګه عادلانه ده.»
د استازو جرګې مشر په خبره، وکتل شي چې ایا دا څارنوالان د جرګې له حکم څخه سرغړونه کوي او که نه.
ورته مهال، هغه د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې په دې مسئله کې مداخله وکړي.
د امریکا پخوانی ولسمشر او د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پنجشنبه د مې پر ۳۰مه د نیویارک د «منهاټن» محکمې له خوا په ناقانونه توګه د محرمو اسنادو د ساتلو او د بربنډو فلمونو لوبغاړې ته د پیسو د ورکړې په تړاو په ۳۴ فقره کې مجرم وپېژندل شو.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د ټرمپ حقوقي ټیم د محکمې په حکم کې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.