د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د غزې تراړې په لویدیځ کې د رفح پر سرحدي سیمې د اسراییل بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
کنعاني سهشنبه د مې پر ۷مه ویلي چې د ټولو نړیوالو خبرداریو او نړیوالې ټولنې له پراخ مخالفت سربېره، پر دې سیمې د اسراییل برید د دغه هېواد د «خروړوالي» ښکارندويي کوي.
نوموړي زیاته کړې: «اسراییل هېڅ نړیوال نورم ته ژمن نه دی او له شک پرته د نړیوالې سولې او امنیت لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي.»
هغه زیاته کړې چې په سیمه کې د امنیت او ارامښت کیلي، په غزې تړانګې کې د فلسطیني وګړو پر وړاندې له شرط پرته په سملاسي توګه د جګړې درول دي او په وینا یې، ټول نړیوال لوبغاړي باید دې موخې ته د رسېدو لپاره اسراییل تر فشار لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې بیګاه شپه اسراييل له فلسطينيانو څخه د رفح له ختيځې سيمې د وتلو له غوښتنې وروسته، پر دغې سيمې هوايي ګوزارونه کړي.
د راپورونو په حواله، اسراییل د رفح ختیځې برخې ته څېرمه هغه سیمې په نښه کړي چې د تخلیې امر یې کړی و.