۸صبح، کابل: د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې دغه هېواد د ایران په مرکزي زندان کې د یو افغان په ګډون دوه کسان اعدام کړي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان سهشنبه د کب پر ۱۵مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان پرون سهار په دار ځړول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د یو افغان په ګډون د دوو کسانو حکم چې په مخدره توکو یا عمدي وژنې تورونو باندې په اعدام یا د نفس په قصاص محکوم شوي و؛ د شېراز په مرکزي زندان کې ترسره شو.»
د راپور په حواله، اعدام شوی افغان ایمان نومېده او په «عمدي وژنې» تورن و.
بل اعدام شوی کس مصطفی صمدي نومېده او د ۴۰ کالو و چې د نشهیي توکو اړوند مساله کې په اعدام محکوم شوی و.
د دغه سازمان په خبره، درېیم کس هم د اعدام حکم د اجرا لپاره انفرادي بندخونې ته لېږل شوی و، خو د مهلت یا رضایت له ترلاسه کولو وروسته بېرته بندخونې ته ولېږدول شو.
د دغه سازمان په وینا، د هغو بندیانو د اعدام کچه چې د «مخدره موادو» په تړاو اعدام شوي، په تېرو څلورو کلونو کې په پرلپسې ډول او هر کال زیات شوي دي.
بلخوا، د ایران په کورنیو رسنیو کې د دغو دوو کسانو د اعدام خبر په رسمي ډول اعلان شوی نه دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
د روان کال د سلواغې په میاشت کې ۸صبح ورځپاڼې ته یو افغان بندي چې د ایران «د بیرجند په مرکزي زندان» کې بندي و ویلي، د طالبانو «وعده خلافي» د دې لامل شوې ده، څو افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شي.