۸صبح، کابل: د ایران ختیځ خراسان رضوي کې د تایباد سرپرست والي مهدي شېردل ویلي چې د روان کال له پېله تر دې دمه، ۶۸ زره ټنه کرنیز محصولات له دوغارون بندر څخه افغانستان ته صادر شوي دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله، شېردل شنبه د سلواغې پر ۷مه ویلي چې په دغو کرنیزو محصولاتو کې ۳۵ ټنه کچالو، ۱۰ زره او ۷۰۰ ټنه مڼې، درې زره او ۵۰۰ ټنه مالټې او ۱۷ زره او ۸۰۰ ټنه نور محصولات راځي.
نوموړي زیاته کړې، په دې موده کې افغانستان ته ۳۰ زره او ۵۰۰ ټنه کرنیز محصول ترانزیت شوي چې پکې کنجد، ممیز، مۍ او د غوړیو بېلابېلې دانې دي.
هغه له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو وارداتو ته هم اشاره کړې او یادونه یې کړې چې د روان کال له پېله بیا د جدي تر پایه ۱۰ زره او ۵۰۰ ټنه ممیز، کنجد، وریژې او بېلابېل ډول بوټي له افغانستانه وارد شوي دي.
د نوموړي په خبره، هره ورځ له ۳۰ ډېر په بېلابېلو کرنیزو محصولاتو بار موټر د دوغارون له لارې افغانستان ته صادرېږي.
دغه ایراني چارواکي د افغان سوداګرو د صادراتو په اړه ویلي چې تېر کال له افغانستان څخه زرګونه ټنه ترانزیټي توکي عراق، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته لېږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت طالبانو د هرات اسلامقلعه، نيمروز او ابونصر فراهي په بندرونو کې د ګمرکي خدمتونو موده ١٦ ساعته کړه.
دا ګام له ایراني چارواکو سره له هوکړې وروسته پورته شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو له دوو کالو ډېره موده وشوه؛ خو له ځينو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو سربېره هم، تراوسه کوم هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.