۸صبح، کابل: ایرانی رسنیو خبر ورکړی، چې دوه افغان وګړي محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي د شیراز په شاهچراغ کې د برید په شک په عام محضر کې اعدام شوي دي.
د تسنیم خبری آژانس د راپور له مخې، دغه حکم نن شنبه سهار مهال (د جولای په ۸مه) د د ایران د قضایي قوې لخوا په شیراز ښار کې نافذ شوی.
تېر کال په شاهچراغ د وسله والو په برید کې ۱۳ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول، چې ایراني چارواکو یې پړه د داعش پر ډلې اچولې وه.
ددغې پيښې اصلي بریدکوونکی د سختو ټپونو له امله مړ شوی و.
د ایران قضایه قوې څو میاشتې وړاندې د شاهچراغ په برید کې د ښکېلو کسانو د قضیې په اړه حکم صادر کړ، په دې قضیه کې درې نور تورن کسان محمد رحماني، مصطفی جان اماني او حمیدالله کابلي له پنځو تر ۲۵ کلونو په بند محکوم کړي دي.
د ایران د استخباراتو وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و چې په شیراز کې د شاهچراغ شیراز د برید په تړاو یې ۲۶ کسان نیولي دي.
د دغه ادارې په وینا تورن کسان د افغانستان، اذربایجان او تاجکستان وګړي دي.