د افغانستان په څېر بېوزله، جګړه ځپلي، د بیخبنا نه لرونکي، د تاوتریخوالي ډکې جغرافیا درلودونکی او له سمندر او ترانزیتي لارو نه لرې هېواد کې تعلیم او زده کړه ډېر برخلیک جوړونکي دي. هېڅ یوه ستونزه چې ټولنه ورسره مخ کیږي، د سواد د کچې له لوړوالي، د څېړنې او ارزونې له دودولو او د شغلي مهارتونو له روزلو پرته نشي کېدای ورته حل لاره وموندل شي. له بده مرغه په تېرو څلوېښتو کلونو کې زمونږ د ټولنې له دغې مهمې اړتیا سره نه یوازې ظلم کم شو، بلکې پېچلې پایلې له ځان سره درلودلي دي. په دې اوږده جګړه کې زده کړه تل یو له اصلي ډګرونو نه ده او د ښوونځیو سوځول او د ښوونکو وژل هېڅکله ونه درېدل. د خواشینۍ وړ خبره داده چې له پرمختللو دولتونو سره سیاسي اړیکو، له مونږ سره یې ددغه وروسته پاتې پدیدې پر وړاندې مرسته نده کړې، کومې پیسې او سیاسي، استخباراتي او تسلیحاتي ملاتړونه چې بهرنیو لوبغاړو د پرمختګ او زده کړو ضد ځواکونو په واک کې ورکړي دي، په ځلونو زمونږ د خلکو د پوهنیزو لاسته راوړنو د ویجاړېدو لامل شوي دي، او هر ځلي چې زمونږ د ملت یوې برخې کولای شوای څو ګامه وړاندې مخکې لاړ شي، د یرغل تازه طوفان د هغوی د کار حاصل لمنځه وړی دی. په سپینه ماڼۍ کې طالبانو ته زمونږ د هېواد تسلیمول یې ښکاره بېلګه ده.
طالبانو په خپل دوه کلني حاکمیت کې، د زده کړو لمنځه وړل یې په ډېر دردناک ډول ترسره کړي دي. هغوی د عصري پوهې او زده کړې پر وړاندې تبلیغ کوي، ښوونځي تړي، شغلي فرصتونو ته د لوستو کسانو لاسرسی محدودوي، او په نصاب کې لاسوهنه کوي ترڅو پرمختګ ته د ماشومانو هیلې او هڅونه لمنځه یوسي. ددې پرځای هغوی له مدرسو جوړونې ملاتړ کوي او هغو ناوړه مرکزونو ته د ماشومانو د جذب زمینه برابروي ترڅو په راتلونکي کې داسې ځوانان وروزي چې د کار ځواک ونه لري، خو له کبر او غرور نه ډک وي او لوږې او جهالت ته د ټولنې بیولو کې له طالبانو سره مرسته وکړي.
طالبانو نجونې د پوهې او زده کړې نه بې برخې کړي دي او هغه څه چې یو شمېر نجونې ماشومانې تر شپږم ټولګي پورې زده کوي، پرته له یو څه اندازې لوستلو او سواد ترلاسه کولو، د بل څه شي تمه نه ترېنه کیږي.
سره له دې چې هلکانو ته د پوهې او زده کړې د منع په برخه کې سپارښتنه نده شوې، خو ښوونیز چاپېریال په شدت سره ویجاړ شوی او له هغوی نه یې انګېزه او هیلې اخیستې دي. خصوصي مرکزونه له سقوط سره مخ دي، فقر او لاس تنګي ډېر شمېر ماشومان د زده کړو پرېښودلو ته اړ کړي، او ښوونکي دا مهال د تېر په پرتله زیاد تر رواني او اقتصادي فشارونو لاندې دي. په پایله کې، په ظاهره فعال پوهنیز او تحصیلي مرکزونه، ټولنې ته په سم ډول خدمت نشي کولای. د زده کړو کاروان رسما درېدلی دی.
له دغه وضعیت نه د ژغورنې لپاره، فردي او ان جي اویي متفرقه تدابیر پر لاره اچول شوي دي. یوشمېر خلک ددې لپاره هېواد پرېږدي ترڅو اولادونه یې د نړۍ په بله برخه کې وروزل شي، یو شمېر انلاین ښوونځي په لاره اچوي ترڅو د هېواد یوې ډلې ماشومانو سره مرسته وکړي، او یوشمېر بنسټونه او هېوادونه ښوونځیو ته قلم، کتابچې او پیسې وراستوي ترڅو له زده کړو نه خپل ملاتړ وښيي. خو دا ملاتړونه هغې زمکې اوبو ورکولو ته پاتې کیږي چې د اوبو د نهر د تړل کېدو له امله، د وچېدو په حال کې ده. نه د کتابچو وېش، نه ښوونکو سره د تنخوا مرسته، نه هم د ودانۍ جوړول او نه هم د کتاب چاپول کولای شي هغه یرغل چې پر زده کړو روان دی، جبران کړي. هغوی چې طالبانو ته پیسې او ټوپک او زمونږ ماشومانو ته کتابچې ورکوي، د ښوونځیو په تړلو او په افغانستان کې د تیارې په دودولو کې ونډه لري. یوشمېر هېوادوال د طالبانو د امیر تازه فرمان او دغه راز د نجونو د ښوونځیو پرانېستلو ته سترګې په لاره دي. حتی د نجونو د ښوونځیو پرانېستل هم نشي کولای د ټولنې اوسنی شاته تګ هم پڅ کړي. له زده کړې سره په دښمنۍ کې د طالبانو د نیت په اړه هر ډول شک، او د یادې ډلې په امارت کې د پوهې د دریڅو د پرانېستل کېدو ته د امکان هیله، تېروتنه ده او د ملت ژغورنه له ځند سره مخ کوي.