۸صبح، کابل: د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې ترکیې ته د افغاني ترانزیتي توکو د لېږد لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی.
ايسنا خبري اژانس دوشنبه د غويي پر ۱۱مه د دغه هېواد د اوسپنې پټلې ادارې په حواله راپور ورکړی چې اووه ورځې وروسته یې لا هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له ادارې څخه د هغو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
په راپور کې راغلي: «سره له دې چې قانوني کړنلاره نه ده تعقیب شوې او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له ادارې مو اجازه نه ده ترلاسه کړې، د نړۍوالو دهلیزونو په ډګر کې د ایران د اوسپنې پټلۍ پراختیا ته په کتو، ایران د شمتیغ په پوله د شته ۱۰ کانټینره توکو لېږد ته د چمتووالي خبر ورکوي.»
له افغانستانه ترکیې ته د ترانزیت لومړنی اورګاډی د روان کال د غويي پر لومړۍ نېټه د ایران خاورې ته دننه شو؛ خو لا هم له هغه هېواده نه دی وتلی.
د ایران اوسپنې پټلۍ مسوولانو سره د اورګاډي د پراختیا د کنسرسیوم پرسر ناندرۍ د دې لامل شوې چې افغان مالونه په ایران کې ودرېږي.