۸صبح، هرات: د ایران حکومت له خوا طالبانو ته د ۵۶۰ افغان بندیانو له سپارلو وروسته، دغه هېواد به روانه اونۍ، یو زر او ۹۰۰ نور افغان بندیان هم طالبانو ته وسپاري.
طالب چارواکو د دوشنبې په ورځ (کب ۱۵مه) د اسلام کلا په پوله کې، د ایران له حکومته، د ۵۶۰ بندیانو د ورسپارلو پر مهال، دا خبر ورکړې.
په هرات کې د طالبانو د بهرنیو اړیکو رئیس (شیر احمد عمار) وايي چې ددغو بندیانو له جملې څخه ۴۰۰ یې په اعدام محکوم دي.
هغه زیاته کړه، چې پاتې ډېری دغه بندیان، له ۱۰ تر ۳۶ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.
بل خوا طالب چارواکو دا هم ویلي، چې په ایران کې ددې ډلې د سفارت د شمېرو له مخې، دا مهال تر شپږ زرو ډېر افغانان، د ایران په زندانونو کې بندیان دي.
طالبډلې په دې اړه، چې له ورسپارل شویو افغانبندیانو سره به څه کوي، څه نه دي ویلي.