د ایران د خبرګانو شورا د مجلس او د اسلامي شورا د مجلس (پارلمان) ټاکنې د جمعې په ورځ ترسره شوې. خو دا ټاکنې د افغانستان د خلکو د وضعیت په ګډون پر سیمه هم اغېز لري. خو تر دې بحث مخکې اړینه ده چې د دغو ټاکنو وضعیت بیان کړای شي.
د خبرګانو شورا او د اسلامي شورا د ټاکنو بریالي ترسره کیدل د ایران د حکومت لپاره یوه ستره ننګونه وه. هغه ننګونه چې ویې نه کړای شول ترې روغ ووځي. دا ننګونه د لږ شمیر رای ورکوونکو ګډون و. د ایران اعتراض کوونکو د دغو ټاکنو له ترسره کېدو مخکې د غږونو په پورته کولو او د کمپاینونو په ترسره کولو سره له خلکو غوښتي وو، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي. هغوی پر دې باور دي چې ټاکنې د سپاه پاسداران او د مذهبي مشر لخوا طراحي شوي دی. له بلې خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفانو او منتقدینو اصلي غوښتنه د دغه نظام نسکورول دي. له همدې امله، هره هغه کړنلاره چې له دغه نظام سره مرسته کوي یا هغه ته د مشروعیت ور کولو د بهیر برخه وي، د منتقدینو له مخالفت سره مخ کیږي. د دغو ټاکنو برياليتوب د رايې ورکولو پر شرايطو د برابرو کسانو لږ تر لږه ۵۰ سلنه ګډون ګڼل کېده. خو د ایران د کورنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېر۴۱ سلنه اعلان کړ. د رای ورکوونکو لږ ګډون د ایران د اسلامي جمهوریت حیثیت چې په دې وروستیو کې سخت زیانمن شوی دی، نور هم زیانمن کړ. دا ۴۱ سلنه ګډون هم د ایران د اسلامي جمهوري دولت منتقدینو جعلي او په لاس جوړ شوی بللی دی چې د هغوی په وینا، حکومت غواړي د ګډون کوونکو د کمښت پر اصلي کچې پرده وغوړوي. بلخوا، که ان همدا ۴۱سلنه سم او ریښتیا وي، بیاهم د ایران حکومت ونه توانید چې له مخالفینو او بایکاټ کوونکو دا سخته جګړه وګټي. د راپورونو له مخې، دا ټاکنې د ایران د اسلامي جمهوریت په عمر کې تر ټولو سړې او تر ټولو پیکه ټاکنې وې او د ګډون کوونکو شمېر پکې د نورو ټاکنو په پرتله کم و.
د جمعې د ورځې په ټاکنو کې بله ننګونه باطلې او سپینې رایې وې. په ځینو ولایتونو کې او ښارونو کې د باطلو رایو ټولګه په هغې سیمې/ ولایت کې د لومړي کس له رایو سره تقریبا مساوي ده. دا ننګونه د ایران د ټاکنو د تنظیم کوونکو پر وړاندې په دوو تېرو ټاکنو (د ۲۰۱۸ کال پارلماني او د ۱۴۰۰ ولسمشریزو ټاکنو) کې هم وه.
داسې ښکاري چې د ساتونکو( نګهبان) شورا چې د ټاکنو د نوماندانو وړتیاوې ګوري، په هغه څه کې چې د ټاکنو طراحي کول بلل کیږي، ستر رول لوبولی دی. د ساتونکو شورا یو فلټر دی چې د نظام مخالفان رد صلاحیت کوي او « نامطلوب عناصرو» په توګه یې معرفي کوي. هغه کسان چې د دې شورا له خوا یې نوماندي رد شي، د نوماندۍ حق له لاسه ورکوي. دې شورا له هغو کسانو سره جدي چلند کاوه، چې د رژیم مخالفان بلل کېږي او د هغوی وړتیا یې نه منله. هغه کسان چې د اصلاح غوښتونکو د غورځنګ وو، صلاحیت یې تاییده. اوس د دغه غورځنګ مهمې څېرې لکه د ایران پخوانی ولسمشر حسن روحاني هم د دغې شورا له خوا رد صلاحیت شوی دی. اصلاح غوښتونکي چې یو وخت د ایران د اکثرو خلکو هیلې وې، اوس هم د بنسټپالو او هم د ایران د خلکو له خوا څنډې ته کړای شوي دي.
بنسټپالو(اصولګرایان) هغوی ته د خپلو سیالانو په سترګه ګوري او خلک نور د «نظام د اصلاح» په تړاو فکر نه کوي. هغوی د اسلامي جمهوریت له نسکورېدو پرته پر د بل څه فکر نه کوي. البته د خلکو یوه برخه اوس هم د ایران د اسلامی جمهوریت پلوۍ ده، چې په ټاکنو کې ګډون کوي او د دغه هېواد د مذهبی مشر علی خامنه اي د سیاستونو تر شا درېدلي دي.
منتقدین وايي، حکومت دا ځل ټاکنې په داسې ډول طراحي کړي، چې د واک اصلي بنسټونه په بشپړ ډول سره متحد دي. د ایران مذهبي مشر او سپاه پاسداران، چې اصلي پریکړه کوونکي دي، د بنسټالو یا اصولګرایانو غورځنګ اصلي برخه جوړوي. د ولسمشرۍ اداره هم د ښاغلي سیدابراهیم رییسي لخوا اداره کیږي چې د اصولګرایانو غورځنګ یو له مخکښو شخصیتونو دی. د رهبرۍ د خبره ګانو شورا او مقننه قوه هم د دې بهیر لاسته لوېدلې ده. له همدې امله په ایران کې حکومت او د واک بنسټونه یو لاس شوي دي. اوس پوښتنه دا ده چې ولې دا ټاکنې او د هغې پایلې پر سیمه اغېز کوي.
په ایران کې د واک یو لاس کېدل د دغه هېواد پر کورني وضعیت هم اغېز کوي. په هیواد کې دننه به مخالفتونه لاپسې پیاوړي کړي او د هغو کسانو کتار به اوږد کړي چې غواړي د ایران اسلامي جمهوریت نسکور کړي. له بلې خوا به د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې ډېر فرصتونه تر لاسه کړي، چې دا به په نورو هېوادونو کې د کړکېچ لامل شي.
دې ته په پام سره چې په ایران کې د قدرت بنسټونه متحد شوي او په بشپړ ډول د بنسټپالو (اصولګرایانو) په لاس کې دي، په سیمه کې د کړکیچ د زیاتیدو احتمال شته. ایراني بنسټپال لا هم د« انقلاب پر صادرېدو» باور لري او وخت پر وخت یې په اړه خبرې کوي. د انقلاب مسأله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده. دا لاسوهنه تر ډېره د نیابتي ځواکونو په روزلو او د ملي حاکمیتونو پر ضد د هغوی په کارولو سره ترسره کېږي. د ایران اسلامي جمهوریت په دې برخه کې څلور نیمې لسیزې تجربه لري.
د ایران بنسټپال (اصولګرایان) په سیمه کې له سخت دریځو ډلو سره ښې اړیکې لري. بنسټپاله غورځنګ طالبانو ته ورته ذهنیت لري چې له سیکولر ځواکونو سره د آرامۍ احساس نه کوي. اوس هم د ایران حکومت له طالبانو او القاعده شبکې سره ډېرې دوستانه اړیکې لري او ان د طالبانو د ویاند او لابیګر په رول کې راڅرګند شوی دی. په هغو ځایونو کې چې طالبان ورته لاره نه لري، د ایران حکومت په غیر رسمي ډول د هغوی استازیتوب کوي. کله چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د دغه سازمان سرمنشي ته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو ماموریت وسپاره، ایران یې له لومړنیو مخالفانو و. ان د طالبانو ډلې هم د ایران له حکومت وروسته د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت وکړ. په ایران کې د قدرت یو موټي کېدل له طالبانو سره د اسلامي جمهوریت د تلپاتې دوستۍ په مانا دي. دا ملګرتیا د طالبانو له پیاوړتیا سره مرسته کوي، چې د افغانانو په زیان ده. د طالبانو پياوړي کېدل د افغانانو لپاره د لا زيات کړاو او په دې هېواد کې د زياتو وژنو او اعدامونو په مانا دي.
په کورني اړخ کې د دغو ټاکنو طراحي هم داسې پېښې رامنځته کوي چې لوګی یې د ایران د خلکو د افغان کارګرانو په ګډون د سیمې د خلکو تر سترګو رسېږي. په ایران کې د ټاکنو او د ډیموکراسۍ د اسلامي کولو مسأله داسې یوې مرحلې ته رسیدلې چې د نظام منتقدین نور د هغې پر اصلاح باور نه لري. ان د اصلاح غوښتونکو په نامه غورځنګ هم د نظام له اصلاح ناهیلي دی، تر دې چې په ۱۴۰۰ کال کې یې د ولسمشرۍ لپاره مبارزه او سیالي ونه کړه. ان کله چې یو اصلاح غوښتونکی ولسمشر و، بیا یې هم دومره واک نه درلود چې اصلاحات پلي کړي. څرنګه چې پر دغه نظام د ایران د خلکو د یوې لویې برخې له خوا سختې نیوکې کیږي، نو ښايي نارضایتي لا زیاته کړي. د قدرت یووالي او پر ټولو چارو د بنسټپالو ولکه د دې نظام د مخالفینو د شمېر د زیاتوالي بهیر ګړندی کوي. په داسې حال کې چې د نظام مخالفین او منتقدین نور د اصلاح هیله نه لري، ښايي د هغه د نسکورولو لپاره نورې هڅې وکړي. دا هڅې دګډوډۍ په مانا دي، چې په هغه صورت کې به په ایران کې مېشت افغانان په تېره بیا کارګران سخت زیانمن شي. په افغانستان کې د دوی کورنۍ هم خپل ناڅېزه عاید له لاسه ورکوي، که څه هم له ایرانه افغانستان ته ډیرې پیسې نه راځي، خو ډیری کورنۍ په ایران کې د کار کولو له لارې خپل خواړه او نورې اړتیاوې برابروي. په ایران کې ګډوډي لږ تر لږه د څه مودې لپاره له کارګرو افغانانو د کار فرصت اخلي او د پولې دې غاړې ته بې وزلي زیاتېږي. د ایران د حکومت سخت دريځه کېدل سیمه ییز تاوتریخوالی زیاتوي او د طالبانو په څیر ترهګرې ډلې پیاوړې کوي.