۸صبح، کابل: په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو سره سم، طالبانو هیله ښودلې چې د دې ډلې او اسلاماباد ترمنځ اړیکې ښې او پراخې شي.
د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي تلويزيون ته ویلي چې طالبان له پاکستان، سيمې او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتوونکي دي.
دی زیاتوي: «افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، د نوي حکومت په جوړېدو سره دې د دواړو هېوادونو اړيکې ښې شي، په تېره بيا د سوداګرۍ په برخه کې چې زموږ اړتيا ده او شته ستونزو ته دې رسېدنه وشي، د دواړو خواوو لپاره د ګاونډيتوب اړيکې اړینې دي.»
مجاهد ټینګار کړی چې طالبان له پاکستان سره د اړیکو ښهوالي ته چمتو دي.
د ویلو ده چې د پاکستان پارلمان د کب پر ۱۳مه د ۲۰۱ رایو په اکثریت شهباز شریف د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې افغان طالبانو د ټيټيپي جنګیالیو ته پټنځایونه ورکړي او دا ډله په افغانستان کې دننه بریدونه پلانوي او په پاکستان کې یې ترسره کوي؛ خو طالبانو تل دا ادعاوې پروپاګند بللې دي.