د ایران د ولسمشریزو ټاکنو ۱۴مه دوره د رایو له لومړنۍ شمېرنې وروسته دویم پړاو ته لاړه.
ایراني رسنیو د ایران د ټاکنو مرکز ویاند په حواله شنبه د جون پر ۲۹مه خبر ورکړی چې په دغه بهیر کې د خلکو د ګډون کچه ۴۰ سلنه وه.
د دغه هېواد د ټاکنو مرکزي دفتر وياند محمد اسلامي ویلي چې د ټاکنو دويم پړاو به جمعه د جون پر ۵مه ترسره شي.
هغه زیاته کړې چې د ټاکنو دوه مخکښ نوماندان مسعود پزشکیان او سعید جلیلي راتلونکي پړاو ته لار موندلې.
د تېرې ورځې ټاکنو په لومړنیو شمېرل شویو رایو کې مسعود پزشکیان د ۵ میلیونه او ۳۵۴ رایو په ترلاسه کولو مخکې دی.
د ایران د جمهوري ریاست ټاکنو په ۱۴مه دوره کې د جمعې ورځ یو شمېر ایرانیان د رایو صندوقونو ته لاړل.